د لاس رسي وړ اتصالات

له افغان پوهنتونو څخه د فارغېدونکيو لویه اندېښه د کار نشتوالی دی


د کاري زمینو نشتوالي، له افغان پوهنتونونو څخه د فارغېدونکيو لویه اندېښه
د کاري زمینو نشتوالي، له افغان پوهنتونونو څخه د فارغېدونکيو لویه اندېښه

په افغانستان کې له پوهنتونو او نورو لوړو زده کړو له موسسو څخه یو شمېر تازه فارغ شوي محصلین وايي، لویه ستونزه یې تر فراغت وروسته د کار نه پيدا کول دي.

هر کال چې زرګونه محصلین له دولتي او خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو نه فارغیږي د زده کړو ورسته د کار لپاره د زمینې نشتون،د یادو محصلینو د بې سرنوشتۍ یو اساسي عامل بلل کیږي.

یو شمېر نوي فارغ شوي محصلان وايي په بهرنیو هېوادونو کې مخکې له دې چې یو محصل فارغ شي بېلابېل بنسټونو کې ورته د کار زمینه برابره وي خو افغانستان کې داسې نه ده.

حسینه پیغام تازه د یوه خصوصي پوهنتون څخه فارغه شوه او د لیسانس سند یې ترلاسه کړ.

هغې امریکا غږ ته وویل: "ډېره خوښه یم چې نن مې د فراغت سند ترلاسه کړ. د زده کړې دوره مو په ډېرو ستونزو سر ته ورسوله، خو ستونزه دا ده سره له دې چې محصلین د افغانستان د معتبرو پوهنتونونو نه د فراغت سند ترلاسه کوي خو نشي کولی کار پیدا کړي."

یو بل فارغ عبدالرحیم احمدي وویل چې د کاري‌ زمینې د نشتوالي له کبله ډېر فارغ شوي محصلان یو وزګار ګرځي چې دا یوه لویه ستونزه ده.

که څه هم د فارغ شویو محصلینو له ډلې نه یو شمېر یې په دولتي او خصوصي سکټور کې جذبیږي خو د فارغ شویو محصلینو شمېر ته په کتو ډېر لږ بلل کیږي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، دغه وزارت، فارغ شویو محصلانو ته د کار پیدا کولو مکلفیت په غاړه نه لري، خو له دې مخکې چې دوی فارغ شي دوی ته ځینې داسې خپرونې په لاره اچوي چې د دندې پیدا کولو په برخې کې ورسره مرسته وکړي.

د افغانستان په دولتي او خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو کې اوس مهال شااوخوا ۳۷۰ زره محصلین په زده کړو بوخت دي چې هر کال له دغو بنسټونو نه ۲۵ زره د دولتي پوهنتونونو نه او له ۲۰ زرو ډېر محصلین له خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو نه فارغیږي.

اوس مهال یوازې په کابل کې تر ۷۰ پورې خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې فعالیت کوي. معلومه نه ده چې په افغانستان کې څومره خلک وزګار دي.

XS
SM
MD
LG