د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د طبي خدمتونو د نه شتوالي له کبله د افغان مېرمنو مړینه زیاته شوې


د نړیوالو ادارو د راپور له مخې اوس مهال افغانستان کې یوازې لس فیصده ښځې روغتیايي لومړني خدمتونو ته لاس رسی لري. ( عکس ارشیف).
د نړیوالو ادارو د راپور له مخې اوس مهال افغانستان کې یوازې لس فیصده ښځې روغتیايي لومړني خدمتونو ته لاس رسی لري. ( عکس ارشیف).

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) په افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو او میندو پر نه لاسرسي باندې یو ځل بیا اندیښنه ښودلې او ویلي چې خوندي او موثرو روغتیايي خدمتونو ته د میندو نه لاسرسی هغوی د مړینې او پر ناروغیو د اخته کیدو د ګواښ سره مخ کوي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د دوشنبې په ورځ ناوخته فبرورۍ درېیم( سلواغې ۱۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو راپور کې ویلي چې د بریتانیا د حکومت په مالي ملاتړ هڅه کوي چې په افغانستان کې ټولو ښځو ته پرته له خنډ څخه د ژوند د ژغورلو روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په دغه راپور کې په یوه کلیواله سیمه کې یو روغتیايي کلینیک ته د یوې میرمنې خبرو ته هم ځای ورکړی چې د خپل ماشوم د درملنې لپاره روغتیايي کلینیک ته ورغلې ده.

د نصرت مینې په نوم په کلینیک کې چې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له خوا ورته ملاتړ برابریږي د ملالۍ امین په نوم یوه ډاکتره وايي چې دا کلینیک په یوه ډیره لیرې پرتې سیمه کې پروت دی او د خلکو اقتصادي وضعیت هم ښه نه دی او هغوی د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره هیڅ پیسې نه لري.

ملالۍ امین ویلي: " د خلکو ترمنځ غوربت ډیر زیاد دی حتی لس افغانۍ کرایه لپاره هم نلري، چې دوی لاړ شي او درمل پرې واخلي." افغانستان په اسیايي هیوادونو کې یو د هغو هیوادونو څخه دی چې د زیږون پر مهال د میندو او ماشومانو د مړینې کچه په کې خورا لوړه ده.

دمخه ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه په اسیا کې تر ټولو لوړه کچه ده، چې د هرو ۱۰۰ زرو ولادوتونو پر مهال ۶۳۸ میندې په دغه هیواد کې مري. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه ونه شي ددغه هیواد په ځینو سمیو کې د میندو د مړینې کچه به نوره هم لوړه شي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د تیر ۲۰۲۴ کال د نومبر په لومړۍ اونۍ کې په یو راپور ویلي، چې په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور په میندوارۍ او زېږون کې د داسې ناروغیو له کبله مري، چې علاج یې شته او مخ یې نیول کېدای شي.

د اسیا او پاسفیک حوزې لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په دغه راپور کې ویلي: "په هرو دوو ساعتونو کې یوه مورد امیدوارۍ او زیږون پر مهال د علاج وړ ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د سیستم کمزوري تشکیلات او مثلي تولیدي روغتیايي خدمتونو ته د میندو محدود لاس رسی په ځانګړي ډول کلیوالو سیمو کې د میندو او نوو زیږیدلو ماشومانو ژوند د جدي ګواښونو سره مخ کوي."

په دې راپور کې ویل شوي: "په تیرو دریو کلنو کې د اقتصادي بې ثباتۍ، د ښځو په کار او زده کړو د محدودیتونو، د جبري ستنیدلو بهیر او پراخه بې ځایه کیدو له امله دا بحران لا ژور شوی دی".

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې په افغانستان کې د بیړني غبرګون د پروګرام له لارې هره میاشت یو میلیون وګړو ته خدمتونه برابروي.

ملګرو ملتونو د میندو د مړینې د ګواښونو په اړه دا اندیښنې په داسې حال کې څرګندې کړي چې د طالبانو حکومت پر ښځو او نجونو پر حقونو باندې د محدودیتونو د لګولو په دوام په خپل وروستي اقدام کې هغوی په طبي انسیتیوتونو کې له زده کړو هم منع کړي دي.

ملګرو ملتونو او د بشءي حقونو نړیوالو بنسټونو اندیښنه ښودلې چې د طالبانو دا اقدتام به په دغه هیواد کې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاس رسی لا محدود کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG