د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د بیت المقدس په اړه د ملگرو ملتونو د پریکړه لیک ملاتړ وکړ

د بیت المقدس په اړه د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلې په یوې بېړنۍ غونډه کې افغانستان د فلسطین او نورو مسلمانو هیوادونو د پریکړه لیک په ملاتړ رایه ورکړه.

که څه هم د ملگرو ملتونو د عمومي بیړنۍ غونډې رئیس په غونډه کې یو ځل اعلان وکړ چې افغانستان او مالي د بیت المقدس په اړه د پریکړه لیک نه خپل حمایت بریته واخیست. خو په ملگرو ملتونو کې د افغانستان د نمایندگۍ یو دیپلومات وویل چې افغانستان دغه پریکړه لیک ته مثبته رایه ورکړې او یوه تخنیکي تیروتنه ددې سبب شوی چې ددې پریکړه لیک نه د افغانستان ملاتړ حساب نشي.

د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلې ددې بېړنۍ غونډې سکرټرې د بیت المقدس په اړه د افغانستان موقف لومړی ناسم اعلان کړ خو څو شیبې وروسته یې هغه بیرته اصلاح کړ.

بیت المقدس په اړه د افغانستان موقف
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:37 0:00

د ملگرو ملتونو په بېړنۍ غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ د بیت المقدس د وضعیت په اړه ددې سازمان په مقر کې جوړه شوه ١٢٨ هیوادونو د هغه پریکړه لیک په ملاتړ رایه ورکړه چې د ترکیې او یمن له لورې د فلسطین په ملاتړ لیکل شوی و.

په دې توګه افغانستان، عراق او پاكستان چې د امریکا نه د مرستو اخیستونکو په ‌‌‌‌‌‌ډله کې دي د ښاغلي ټرمپ ګواښ ته په نه پام سره یې پریکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه.

مصر او سعودي عربستان هم د پریکړه لیک له تاییدونکو. څخه دي. ​دغه پریکړه لیک که څه هم چې اجرايي ضمانت نه لري، خو د امریکا د دریځ په وړاندې یو مهم اقدام ګڼل کیږي.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ خبرداری ورکړی و چې د هغو هیوادونو سره به مرستې بندې کړي چې د اسرائیل د پایتخت په توگه د بیت المقدس په رسمیت پیژندنې په هکله د هغه د تصمیم مخالفت وکړي. افغانستان هر کال د امریکا نه په میلیاردونو ډالر مالي او پرمختیایي مرستې ترلاسه کوي.

په ملگرو ملتونو کې د پاکستان سفیرې د امریکا له لورې د اسرائیل د پایتخت په توگه د بیت المقدس د پیژندلو د غندنې په ترڅ کې له نړیوالې نه وغوښتل چې په ډله یزه توگه دغه تصمیم رد کړي.

په ملگرو ملتونو کې د بنگله دیش سفیر د بیت المقدس په اړه د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د سازمان د اعلامیې نه ملاتړ وکړ او وویل چې د ختیځ بیت المقدس "پرته له کومې منازعې د فلسطین پایتخت" دی.

په دې سازمان کې د ایران سفیر اسرائیل د فلسطینیانو په وژنه او د هغوی د ځمکو په نیولو تورن کړ او وویل چې "د اسرائیل اشغال" په منځني ختیځ کې د ټولو کړکیچونو منبع ده.

په ملگرو ملتونو کې د مالیزیا استازي بیت المقدس ته د سفارت د انتقالولو په اړه د امریکا د متحده ایالاتو تصمیم د اندیښنې وړ وگاڼه او د بیت المقدس د ختیځ نه یې د فلسطینیانو د پایتخت په توگه ملاتړ وکړ.

د امریکا د متحده ایالاتو او اسرائیل په گډون د ملگرو ملتونو د سازمان نهو غړو هیوادونو دغه پریکړه لیک رد کړ. همداشان ۳۵ نورو هیوادونو دغه پریکړه لیک ته له رای ورکولو ډډه وکړه.

This item is part of
XS
SM
MD
LG