د لاس رسي وړ اتصالات

مسلمان هیوادونه: ختیځ بیت المقدس د فلسطین پایتخت دی


په استانبول کې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د شورا یادگاري تصویر
په استانبول کې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د شورا یادگاري تصویر

د اسلامي همکارۍ سازمان د ترکیې په استانبول کې ددې سازمان د مشرانو د فوق العاده غونډې په پای کې په یو پریکړه لیک بیت المقدس د فلسطین د پایتخت په توگه وپیژاند.

ددې پریکړه لیک په یوه برخه کې راغلي دي "تاییدوو چې مونږ د بیت المقدس ختیځ د فلسطین د پایتخت په توگه په رسمیت پیژنو او له نړۍ غواړو چې د بیت المقدس ختیځ د فلسطین د اشغال شوي پایتخت په توگه په رسمیت وپیژني".

ددې سازمان پریکړه لیک همداشان د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس دونالد ټرمپ وروستی تصمیم چې بیت المقدس یې د اسرائیل د پایتخت په توگه په رسمیت وپیژاند رد او وغانده او هغه یې یو "غیر قانوني" تصمیم وگاڼه. پریکړه لیک د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت نه غوښتي چې ددې تصمیم نه وگرځي.

په استانبول کې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د سازمان فوق العاده غونډه
په استانبول کې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د سازمان فوق العاده غونډه

د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د سازمان فوق العاده غونډې د ملگرو ملتونو، اروپایي ټولنې او د نړیوالې ټولنې له غړو وغوښتل چې د بیت المقدس په اړه د ملگرو ملتونو پریکړه لیک پلی کړي.

د ملگرو ملتونو عمومي غوندې په ١٩۴٧ کال کې په دوو یهودي او عربي هیوادونو باندې د فلسطین پر ویش او تر نړیوالې څارنې لاندې د یو خودمختاره بیت المقدس پر جوړیدلو رایه وکړې وه. خو اسرائیلي پوځیانو د ١٩٦٧ کال په جگړه کې ختیځ بیت المقدس ونیو.

XS
SM
MD
LG