د لاس رسي وړ اتصالات

اجرائیه رئیس:د تشدد ختمونکو ته "ټول حقونه او امتیاز"ورکوو 


د افغانستان اجرائیه رئیس وایې چې د ملي وحدت حکومت وسله والو طالبانو ته "د افغانانو په مشرۍ او مالکیت"د سولې د مذاکراتو وړاندیز کړی دی.

عبدالله عبدالله په نیویارک کې د ملګرو ملتونو ۷۳ غونډې ته په وینا کې وویل چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په بیلابیلو غونډو کې "له قید او شرط پرته"د بین الافغاني مذاکراتو طرحه وړاندې کړې ده.

هغه وویل چې حکومت چمتو دی هغو کسانو ته "ټول حقونه او امتیاز ورکړي چې تشدد ختموي."

اجرائیه رئیس زیاته کړه چې افغان پوځیان د داعش په شمول له هر ډول ترهګرو ډلو سره مبارزې ته چمتو دي.

د پاکستان همکاري

افغان چارواکي وایې چې د ترهګرۍ لپاره "په نړۍ کې رسمي او د منلو وړ تعریف نه شته".

د ملي وحدت د حکومت د اجرئیه رئیس په وینا د سیمې هېوادونه باید د ترهګرۍ پر ضد واحده مبارزه وکړي.

عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ناستو استازو ته وویل چې ټول هېوادونه باید د ترهګرو امن پناه ځایونه له منځه یوسي.

ښاغلي عبدالله ګیله وکړه چې ددې هدف په ترلاسه کولو کې شوي اقدامات "کافي نه دي". د عبدالله په وینا کابل د سیمې او نړۍ له نورو هېوادونو سره کار کوي چې پدې لار کې یوې نتیجې ته ورسېږي.

ښاغلي عبدالله په خاص ډول د پاکستان نوم واخېست ویې ویل چې کابل د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان-پاکستان د عمل پلان "اغیزمن او پر وخت پلي کېدا ته"انتظار باسي.

XS
SM
MD
LG