د لاس رسي وړ اتصالات

د کډوالو چارو لپاره د ملګروملتونو ادارو له پاکستان څخه افغانانو ته د ملاتړ د دوام غوښتنه کړې


د کډوالو د چارو لپاره د ملګرو ملتونو دوو ادارو په یوه ګډه اعلامیه کې د پاکستان له حکومت غوښتي، چې ټولو زیانمنوونکو افغانانو خوندیتوب لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي، چې په دغه هیواد کې یې پناه اخیستې او په زور د ستنیدلو په صورت کې په خپل هیواد د جدي خطر سره مخ کیدلی شي.

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) او کډوالو نړیوالې ادارې(IOM) د شنبې په ورځ اکتوبر اووم (تلې ۱۵) په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانانو په زور د ستنیدو په صورت کې ممکن د هغوی ژوند د ګواښ مخ شي.

د ملګروملتونو دغو دوو ادارو داغوښتنه وروسته له هغه کړې، چې د پاکستان حکومت د تیرې اونۍ د پریکړې له مخې به د اوسیدانې د قانوني اسنادو نلرونکي څه باندې ۱.۷ ملیون افغان کډوال له دغه هیواد څخه د نومبر تر لومړۍ ورځې وایستل شي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي:" افغانان په ځانګړي ډول ښځې او نجونې د یو سخت بشري بحران ترڅنګ د بشري حقونو په برخه کې هم د ډیرو ننګونو سره مخ دي. دغسې پلان به ټول هغه کسان چې ددغه هیواد څخه شړل کیږي د ستنیدلو پر مهال ممکن د خوندیتوب د جدي ګواښونو سره مخ کړي".

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) او کډوالو نړیوالې ادارې(IOM) ویلي، چې دا ادارې د پاکستان د حکومت سره د اوږدې مودې راهیسې همکاري لري او دا ادارې د هراړخیز او دوامداره انکشاف په برخه کې ملاتړ برابرولو ته چمتو دي، چې د هغو افغانانو په ګډون چې ممکن نړیوال خوندیتوب ته اړتیا ولري افغان وګړي ثبت او تنظیم کړي.

په دغه اعلامیه کې د ملګروملتونو دغو دوو ادارو له څلورو لسیزو څخه د زیاتې مودې راهیسې افغانانو ته د پاکستان د سخاوتمندانه کوربتوب ستاینه کړې ده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:" په زور وطن ته د افغانانو ستنول د کورنیو د جلا کیدو او د کوچنیانو د ایستلو په ګډون د بشري حقونو د سرغړونو د احتمالي پایلو سبب کیدلی شي".

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) او کډوالو نړیوالې ادارې(IOM) په ټولو هیوادونو باندې غږ کړی، چې افغانستان ته په زور د افغانانو د ستنولو بهیر وځنډوي او ددې ډاډ ترلاسه کړي، چې دغه هیواد ته هر احتمالي ستنیدل په خوندي، باعزت او په خپله خوښه ترسره شي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان دا پریکړه "غیر انساني" بللې او د بشري حقونو نړیوالو ډلو هم د پاکستاني چارواکو څخه غوښتي چې پدې پریکړې بیا غور وکړي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ جمعه اکتوبر شپږم (تلې۱۴) په خبري کنفرانس کې د دې انتقادونو په ځواب کې وویل چې دا پریکړه د هیواد "کورنیو خپلواکو قوانینو سره سمه" ده او زیاته یې کړه چې حکومت یې عملي کیدو ته ژمن دی.

میرمن بلوچ وویل چې دا پریکړه یوازې د افغانانو په اړه نه بلکې د ټولو هغو بهرنيو اتباعو په هکله ده چې پدې هیواد کې د پاتې کیدو لپاره یې د ویزو موده پای ته رسیدلې او اعتباري اسناد ونلري.

میرمن بلوڅ زیاته کړه، " دا پالیسي په ټولو افرادو او ملیتونو تطبیقږي او پدې برخې کې هیڅ تبعیض نشته".

د پاکستان دې پریکړې له مخې به هغه څه باندې ۱.۷ ملیون افغان کډوال د پاکستان څخه وایستل شي چې پدې هیواد کې د پاتې کیدو لپاره قانوني اسناد نلري خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې وویل چې دا پالیسي په ۱.۴ ملیون افغان کډالو نه تطبیقږي چې قانوني اسناد ورسره شته او د کالونو راپدیخوا پدې هیواد کې پراته دي.

میرمن بلوچ پدې هکله وویل: " د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ دا شمیر افغانان ثبت کړي او هغوي اسناد لرونکي افراد بلل کیږي".

د مقاومت د ملي جبهې غبرګون

د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو د حکومت مخالفې د ملي مقاومت جبهې په یوه اعلامیه کې د ایران او پاکستان څخه غوښتي، چې افغان کډوالو سره، چې دغو هیوادونو ته پناه وړې د مهربانۍ له مخې چلند وکړي.

دغې جبهې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د نړۍ هرې برخې ته د افغانانو د مهاجرتونواود هغوی د شکنجې، تحقیر، توهین او وژلو مسوولیت د طالبانو په غاړه دی.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:" د ملي مقاومت جبهه د ګاونډیو هیوادونو د چارواکو او ددغو دوو هیوادونو (ایران او پاکستان) میلمه پالو او صابرو اوسیدونکو څخه غوښتنه کوي، چې زمونږ د ګرانو اوسیدونکو سره چې په خپل هیواد کې د وخت د جبر، طالبانو له ظلم، لوږې او نیابتي جګړو څخه هغوی ته پناه وړې د مهربانۍ له مخې چلند وکړي".

په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې له ګاونډیو هیوادونو څخه دافغانانو په شړلو ستونزې نشي هواریدلی، بلکې ددغې اعلامیې له مخې ددغو ستونزو او مهاجرتونو د حل لار په افغانستان کې د خلکو په خوښه د یو ریښتیني نظام جوړیدل دي.

دغې جبهې د ایران په کې د افغان کډوالو ستونزو ته په اشارې ویلي، چې هڅه کوي، چې په دغه هیواد کې د افغان کډوالو ستونزو ته ژر د حل لار ولټوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG