د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: تاجکستان باید په جبري ډول د افغانانو شړل بند کړي


د ملګروملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په تاجکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او په جبري ډول له دغه هیواد څخه په شړلو اندیښنه ښودلې او ددغه بهیر د بندیدو غوښتنه یې کړې ده.

د ملګروملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ د پنجشنبې د ورځې ناوخته اګست ۲۵ (وږې۳) په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د هغو کډوالو بیرته ستنول، چې د زورونو له امله یې خپل هیواد پریښی یو غیر قانونی اقدام دی او دا کار د هغوی ژوند د ګواښ سره مخ کوي.

د ملګروملتونو د مهاجرینو د ملاتړ ادارې په دې اعلامیه کې ویلي، چې له تاجکستان څخه د افغان کډوالو د بیرته ستنولو په وروستي اقدام کې دغه هیواد د اګست په ۲۳ مه ، پنځه افغان کډوال چې درې ماشومان او د ماشومانو مور په کې شامل وه د ملګروملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د مداخلي سره سره ددغه هیواد په جنوب کې د "پنج‌پایان" بندر له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.

د ملګروملتونو د مهاجرینو په عالي کمیشنرۍ کې د نړیوالې ساتنې مشرې الیزابت تان ویلي " مونږ له تاجکستان څخه غواړو چې د کډوالو نیول او ایستل بند کړي، دا اقدام په څرګند ډول د هغوی ژوند د ګواښ سره مخ کوي".

میرمن تان ویلي چې د کډوالو جبري ستنول د مهاجرت د قوانینو خلاف عمل دی.

ملګروملتونو ویلي، چې په تیرو دریو کلنو کې يې له تاجکستان څخه د مهاجرینو د نیولو او په جبري ډول د شړلو ډیرې پیښې ثبت کړي دي.

د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي، چې افغانستان ته د افغان کډوالو شړل کیدای شي هغوی د زورونې سبب شي، چې دا ډول کړنې د نړیوالو قوانینو څخه جدي سرغړونه ده.

د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په پنځلسمه واک ته د طالبانود رسیدلو وروسته له افغانستان څخه په زرګونو افغانان ګونډیو هیوادونو او نورو بهرنیو هیوادونو ته کډه شوي دي.

یو زیات شمیرافغانان تاجکستان ته هم کډه کړې ده ، خو تاجکستان ته د کډه شوو افغانانو دقیق شمیر څرګند نه دی.

د رپوټونو له مخې په زرګونو افغانان په دغه هیواد کې په ډیرو ناسمو شرایطو کې ژوند کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جون په شلمه د مهاجرو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو راپور کې ویلي و، چې افغان کډوال په ایران، پاکستان، ازبکستان،تاجکستان، مالیزیا او ترکیه کې د خپلو حقونو څخه چې د مهاجرت نړیوالو قوانینو خوندي کړي برخمن نه دي.

دغه سازمان ویلي، چې په دغو هیوادونو کې افغان کډوال د تاوتریخوالي، تبعیض او ناسم چلند سره مخ دي او د تعلیم په ګډون خپلو اساسي حقونو ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي. د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، چې په دغو هیوادونو کې افغان کډوال په خپلسر نیولو او مجازاتو سره هم مخ دي.

تاجکستان حکومت لا تراوسه د ملګروملتونو دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.

پر افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ وروسته تاجکستان د منځنۍ اسیا په هغو هیوادونو کې شامل دی چې د طالبانو حکومت سره ښې اړیکې نلري او رپوټونو له مخې د طالبانو د حکومت پر وړاندې د ملي مقاومت د جبهې د مشر احمد مسعود په ګډون ددغې جبهې یو شمیر مشران اوچارواکي هم په دغه هیواد کې اوسیږي.

.

XS
SM
MD
LG