د لاس رسي وړ اتصالات

نړۍ به له افغان کډوالو سره څنګه مرسته وکړي؟


له افغانستان څخه په بشپړ ډول د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، دغه جنګ ځپلی هیواد د مهاجرتونو او کورنیو بیځایه شویو له تازه موج سره مخ شوی دی، خو ددغو مشکلاتو په اړه د لودیځ اقدامات محدود دي.

د امریکا او بریټانیا برخلاف، کاناډا ویلي دي چې تر ۲۰ زرو هغه افغانان ومني‌ چې د طالبانو د تهدید سره مواجه دي.

په کاناډا کې د پناه اخیستلو بهیر د امریکا او بریټانیا سره توپیر لري، کاناډا د یاد هیواد د پناه اخیستلو فورمه ټولو ته مهیا کړې ده ، دا یوازې هغو کسانو ته محدوده نده چې د هغه هیواد له حکومت سره یې کار کړی دی.

بریټانیا هڅه کوي ټول هغه افغانان وباسي چې په تیرو ۲۰ کلونو کې یې د یاد هیواد لپاره په افغانستان کې کار کړی دی.

امریکا هم د کلونو راهیسې ورته پروګرام لري. د مهاجرت د ځانګړو ویزو پروګرام چې په لومړیو کې یوازې افغان او عراقي اتباعو ته طرحه شوی وو اوس تمدید شوی دی او د افغان ژباړونکو تر څنګ ټول هغه افغانان چې له امریکایي اداراتو سره یې کار کړی او اوس له خطر سره مخ دي، په دې پروګرام کې شاملیږي.

خو د اس ای وي زیاتره متقاضیان شکایت کوي چې حتی له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو مخکې هم دا بهیر کرار پر مخ روان وو.

د پاکستان له خوا وضع شوي محدودیتونه

د پاکستان حکومت په تیرو کلونو کې له افغانستان سره په پوله کې موانع ټینګې کړي دي. پاکستاني چارواکو د ۲۰۲۱ کال په جولای میاشت کې اعلان وکړ چې له افغانستان څخه نور مهاجرین نه مني. خو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ شمیرې ښيي چې اوسمهال په پاکستان ۱.۴ میلیونه افغانان ثبت شوي دي. خو یو شمیر سازمانونو راپور ورکړی چې شاوخوا ۱.۶ میلیون بې اسناده افغانان هم په پاکستان کې ژوند کوي.

بلخوا د ایران د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي حسین قاسمي د ایران رسمي خبري رسنۍ ایرنا ته ویلي چې هیواد یې له افغانستان سره پولې ته نږدې په دریو موقعیتونو کې په سل ګونه خیمې لګولي د. خو هغه ټینګار کړی چې تهران هیله من دی په افغانستان کې د وضعیت له ښه کیدو سره دغه کسان بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.

ملګرو ملتونو اټکل کړی چې اوسمهال ۷۸۰ زره افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي. ایران او پاکستان د افغانستان ۹۰ سلنه کډوالو ته پناه ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې حتی له افغانستان څخه په بشپړ ډول د امریکایي ځواکونو له وتلو مخکې هم څه باندې ۵۰۰ زره کسان له خپلو کورونو بیځایه شوي وو.

د افغان کډوالو په وړاندې د اروپايي هیوادونو دریځ

یو شمیر اروپايي هیوادونو ویلي دي چې د افغان اتباعو د اجباري ایستلو لړۍ یې درولې ده خو د اروپايي ټولنې یو شمیر غړو هیوادونو د افغان کډوالو له منلو سره مخالفت ښودلی دی.

د فرانسې جمهور رئیس امانول مکرون د اګست په ۱۶ وویل چې اروپا ته یې له مهاجرت سره مخالفت اعلان کړی دی.


XS
SM
MD
LG