د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د وروستيو معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل له ۱۹مې تر ۲۵مې نېټې پورې شاوخوا ۱۲ زره افغان کډوال له پاکستان، ایران او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د راپور له مخې، د ستنېدونکو ۵۵ سلنه ښځې او ۴۵ سلنه نارینه دي، او نږدې ۵۷ سلنه یې له ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان دي.
همدارنګه، ۳۹ سلنه داسې کورنۍ دي چې مشري یې ښځې کوي، چې دا د زیانمنو قشرونو د زیاتوالي څرګندونه کوي.
دغه راپور چې په انفوګرافیک ډول د دوشنبې په ورځ د اپریل ۲۷مه خپور شوی، زیاتوي چې د ټولو راستنېدونکو له ډلې ۸۲ سلنه ښځې او ماشومان دي. اکثره کسان یا بې اسناده دي او یا هم د ثبت کارتونه (POR) لري، چې د راستنېدو بهیر کې مهم رول لري.
په جغرافیایي لحاظ، لغمان، کندز، لوګر، کابل او ننګرهار هغه پنځه ولایتونه دي چې تر ټولو ډېر ستنېدونکي ورته ورځي.
د کډوالو د عالي کمشنرۍ په وینا، راستنېدونکو ته نغدي مرستې، ترانسپورټ، اساسي توکي او ګرمه ډوډۍ برابریږي.
د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر له ۱۵مې راهیسې تر اوسه پورې څه دپاسه ۸۷۴ زره افغانان خپل هېواد ته ورستانه شوي دي، چې یوازې په ۲۰۲۶ کال کې یې شمېر له ۹۱ زرو څخه اوښتی دی.
دا شمېرې په داسې حال کې خپرېږي چې افغانستان ته د کډوالو ستنېدنه لا هم دوام لري او د دوی د بیا مېشتېدو او ملاتړ اړتیاوې مخ په زیاتېدو دي.
فورم \ دبحث خونه