د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو په پاکستان کې سیلاب ځپلوته د زیاتې پاملرنې غوښتنه کړیده


Radio telescope antennas of the ALMA (Atacama Large Millimeter/submillimeter Array) project, in the Atacama desert, some 1500 km north of Santiago, Chile. The ALMA, an international partnership project of Europe, North America and East Asia with the cooperation of Chile, is presently the largest astronomical project in the world.
Radio telescope antennas of the ALMA (Atacama Large Millimeter/submillimeter Array) project, in the Atacama desert, some 1500 km north of Santiago, Chile. The ALMA, an international partnership project of Europe, North America and East Asia with the cooperation of Chile, is presently the largest astronomical project in the world.

د مهاجرینو لپاره دملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ د نړیوالې ټولنې نه غوښتي دي چې خپله پاملرنه دې د پاکستان سیلاب ځپلي هیواد نه بل خوا ته نه اړوي.

دغه اداره وايي چې تر اوسه پورې هم عاجل حالت نه دی ختم او ددې ملک خلک تر ډیرې مودې پورې بهرنیو مرستو ته اړتیا لري.

د مهاجرو لپاره د ملګرو ملتو اداره یا یو ان اچ سي آر وايي چې د پاکستان په ځنو برخو کې د سیلابونو اوبه کمیږي او خلک خپلو کورونوته راستانیږي ، خو ددې سربیره بیا هم بشري حالت په ټول ملک کې همداسې جدي پاتې دی.

د بشري مرستو کارکونکوني وايي چې په کمپونواو هلته چې کډوالو اړولي دي حالات د خرابۍ خواته روان دي. دغه کمپونه او ځایونه د سیلاو نه ورسته د ملک په ډیرو برخو کې منځ ته راغلي دي.

د مهاجرو د ادارې ویاند، ادریان ادواردز وايي په بلوچستان کې په خاصه توګه وضعه بحراني او دا ندیښنې وړ ده. دلته د سند د غاړې د سیمو په تله لږه توجه ځان ته واړوله. هغه وايي چې د سیلابونو په سبب دلته د دوو ملیونو په شاوخوا کې خلک اغیزمن شويد ي. په دې کسانو کې شپږ لکه نور خلک هم شامل دي چې د سند نه دغه ایالت ته اوړیدلي دي.

"مونږ په دوامداره توګه د اوبو نه د پیداکیدونکو امراضو د شیوع خطر وینو، او دلته د هستوګڼې د ځایونو د کمبود اود ماشومانو لپاره د خوراکي موادو د نشتوالې ستونزې هم شته دي. "

د سند په جنوبي برخه کې چیرته چې سیلابونو د تاتا د ښار شاوخوا ولسوالۍ وځپلې، اوس هم په زرګونه کورنۍ د اوبو او د محیطي حفظ الصحې د ستونزو سره مخامخ شويد ي. د مقاماتو د خبرو په اساس په سلو کې شل خلک بیرته خپلو کورونو ته ځي چې وګوري ددوی د شته منیو نه څه پاتې دي که نه.

یو ان اچ سي ار خبردارئ ورکوي، هغه خلک چې د وړو کښتیو په وسیله خپلو کورونو ته ځي ممکن کله چې اوبوکمیږي ددوی اړیکې دنورو سره وشلیږي. او همدارنګه هغه کسان چې بې ځایه شوي دي دوی به تر ډیرې مودې پورې له خپلو اصلي کورونونه لرې پاتې شي.

د یو ان اچ سي ار ویاند وايي، په دواړو حالاتو کې ددوی د ژوند د بهترۍ لپاره ډیرو مرستو ته اړتیا شته ده تر څو دوی په ښه وجهه بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي. ادواردز وايي:

مونږ اضافي مامورین ګمارلي دي چې د اسیب پذیرو خلکو اړتیاوې معلومې کړو. ددې بحران د پراخوالي په نظر کې نیولو سره او دا چې د مرستو کموالی شته دی، مونږ غواړو د مرستې ویشل ښه تنظیم کړو. مونږ باید د خلکو په حالت په سمه توګه خبرواوسیږو، د مثال په توګه ښځې نه شي کولی د مرستو د لاریو پسې مونډې وکړي. نو مونږ غواړو دوی ته مرستې ورسوو.

یوان اچ سي ار وايي، د پاکستان په نورو برخو کې خاصتاً په سند کې خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکړې ده. دوی نوي دفترونه خلاص کړي دي چې د ملک په جنوب او شمال کې چارو ته ښه ورسیږي.

دغه اداره وايي، دوی یو شمیر کارپوهان ګمارلي دي چې د حکومت چارواکو ته مشورې ورکړي ترڅو دوی کمپونه سم تنظیم کړي. اداره وايي چې دوی اوس هم د اوسیدلو لپاره د لازمو شیانو مرستې کوي.

د پاکستان د عاجلو مرستود تنظیم ملي اداره اټکل کوي چې د یو ملیون نه تر یو ملیون او دوه نیم لکو پورې کورونه د سیلابونو په سبب ړنګ شوي یا تاواني شوي دي. مرستندویی موسسې وايي چې پنځه ملیونه خلک اوس هم د هستوګڼې ځایونو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG