د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان کډوالو شمیر به په بسیارې توګه لوړ شي – ملګري ملتونه 


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي‌ کمېشنر د مخ په زیاتېدونکو اقتصادي ستونزو له کبله له افغانستان څخه د بېساري مهاجرت په اړه خبرداری ورکړی او له دغه هېواد سره یې د بېړنیو اقتصادي مرستو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي ګراندې له جنیوا څخه په یو ویډیويي‌ پيغام کې ویلي دي چې د اقتصادي رکود له کبله به ګڼ شمیر خلک د ښه ژوند لپاره له هیواد څخه بهر شي. هغه د دغې ستونزې د هوارولو لپاره د بیړنیو اقتصادي مرستو غوښتنه هم وکړه.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم په وار وار افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځته کیدو خبرداری ورکړی و.

د خیریه بسنټونو د شمیرو په اساس د افغانستان ۳۸ میلیونه نفوس څخه کابو نیم نفوس په په را روان ژمي کې د لوږې له خطر سره مخامخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل باندې د طالبانو له واکمنېدو سره د هیواد اقتصاد ورځ تر بلې په خرابېدو دی او نړیوالې مرستې لا هم بندې دي.

ښاغلي ګراندې زیاته کړه چې د دغه ناورین مخنیوی ممکن دی خو افغانستان ته د پیسو د دوران بیا احیا کولو او د خدماتو جاري ساتلو لپاره ځینو ګړندیو اقداماتو ته اړتیا ده.

هغه وویل چې په نږدو کې به ایران ته هم سفر وکړي او د ایران له مشرانو سره به د یادو ستونزو په اړه بحثونه وکړي.

په کابل کې د طالبانو واکمنېدو سره هره ورځ‌ ګڼ شمیر افغانان ایران ته د اووښتو هڅه کوي.

ایران بیا په افغانستان کې د قحطۍ د ویرې سربیره په دې وروستیو کې په زرګونو افغانان بیرته افغانستان ته شړلي چې پکې داسې خلک هم شامل دي‌ چې له کلونو کلونو په هغه هیواد کې میشت و.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو نړیواله اداره UNHCR اټکل کوي چې دا مهال په ایران کې ۳.۴ میلیونه افغانان اوسیږي چې له دې ډلې یې دوه میلیون د اوسېدو قانوني اسناد نلري.

XS
SM
MD
LG