د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف د میلیونونو افغان ماشومانو ژغونې لپاره دوه میلیارد ډالر مرسته غواړي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د افغان ماشومانو او د هغوی د کورنۍ د ژغورنۍ لپاره د دوو میلیارډ ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

یاد سازمان ویلي چې د یوه هیواد لپاره دا د یونیسف لخوا د مرستې تر ټولو لویه غوښتنه ده، تر څو په افغانستان کې د ۲۴ میلیونه اړمنو کسانو چې نیمايي ماشومان دي بشري اړتیا ته ځواب ووايي.

یونیسف نن سه شنبه ډسمبر ۷ (لېندۍ١٦) ویلي چې د دې مرستې په ورکولو سره به د افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې، غذا او د دوی کورنۍ وژغورل شي.

یاد سازمان ویلي چې په افغانستان کې د بشري وضعیت مخ په خرابېدو سره دغه هیواد د روغتیا او تغذیې برخه کې د کړکېچ ترڅنګ د وچکالۍ، د شري ناروغۍ، د ماشومانو ګوزڼ او نورو ننګونو سره هم مخ دی.

په یاد راپور کې په افغانستان کې د یونیسف د استازي الیس اکونګا له قوله ویل شوي: "په افغانستان کې بشري وضعیت په ځانګړي ډول د ماشومانو لپاره نازک دی، ژمی پيل شوی دی، یونیسف او همکاران یې د اضافه بودجې پرته نشي کولای چې هغو ماشومانو او کورنیو ته چې موږ ته اړتیا لري ځان ورسوي... په میلیونونو ماشومان د لوږې له خطر سره مخ دي."

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي د دوی د اټکل له مخې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې به تر پنځو کلونو کم عمره دوو ماشومانو کې یو به یې د غذايي ناورین او حفظ الصحي خدماتو ته د نه لاسرسي له امله له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شي.

په راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د شري ناروغۍ له ۶۰۰۰۰څخه د زیاتو قضیو ثبتېدو راپور ورکړل شوی دی.

یونیسف د دې ترڅنګ زیاته کړې که د افغان ښوونکو معاشونه ورنکړل شي او د بېوزلۍ کچه دوام ولري، ۱۰ میلیونه ماشومان به د ښوونځي څخه د محرومېدو له ګواښ سره مخامخ شي.

یاد سازمان ویلي چې ۴.۵ میلیونه افغان ماشومان رواني او روغتیايي ملاتړ ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ تازه خبرداری ورکړی چې د ژمي د موسم په رارسیدو سره په افغانستان کې میلیونونه کسان د لوږې د بحران سره مخ دي.

دغې ادارې ویلي چې په افغانستان کې جګړو او ناامنیو شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغانان مجبور کړي چې خپلې مېنې پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي او د ژمي لپاره هم چمتوالی نلري.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ویاند بابر بلوچ وایي چې بې ځایه شوې کورنۍ د سرپناوو، تودو جامو او د ژمي په موسم کې د ځان د تود ساتلو لپاره د سون مواد نلري. ښاغلي بلوچ همدرانګه ویلي چې دا کسان په کافي اندازه خواړه او دارو درملو ته هم لاسرسی نلري.

هغه زیاته کړه، "په افغانستان کې بشري ناورین ورځ شدت پیدا کوي. پدې هیواد کې لوږه په بې سارې توګه ډیره شوې. تقریباً ۲۳ میلیون کسان چې ددې هیواد ۵۵ په سلو کې وګړي کیږي، د لوږې سره مخ دي او د دې ډلې څخه ۹ میلیون یې د قحطۍ د خطر سره مخ دي".

XS
SM
MD
LG