یونیسف د ۲۰۲۵ کال په کلني راپور کې ویلي چې په افغانستان کې، له روانو اقتصادي او بشري ننګونو سر بیره، میلیونونه ماشومان او کورنۍ لا هم له حیاتي مرستو برخمن شوي دي.
د راپور له مخې، له ۲۰ میلیونو څخه زیاتو خلکو ته لومړني روغتیایي خدمات رسېدلي، چې په کې ۵ اعشاریه ۶ میلیونه ماشومان شامل دي. همدارنګه، ۱۰ میلیونه ماشومان او میندې د تغذیې مهمو خدماتو څخه برخمنې شوي، او شاوخوا ۴ میلیونه ماشومانو په ښوونځیو او په ټولنیزو زده کړو پروګرامونو کې د زده کړې مواد ترلاسه کړي دي.
راپور زیاتوي چې ۲ اعشاریه ۷ میلیونه خلکو ته د پاکو اوبو، حفظ الصحې او روغتیا بیړني خدمات هم برابر شوي دي. یونیسف د دې لاسته راوړنو لپاره له خپلو شریکانو او تمویلوونکو مننه کړې او ویلي یې دي چې د افغانانو زغم، زړورتیا او هڅې د دې ټولو پرمختګونو تر شا اصلي ځواک دی. بلخوا بیا یو شمیر کارپوهان وایې
یونیسف د ۲۰۲۵ کال په کلنی راپور هغه پرمختګونه ښودلي چې په افغانستان کې د ماشومانو او کورنیو لپاره شوي، خو ورسره د هغو پېچلو ننګونو یادونه هم شوې چې لا هم میلیونونه خلک اغېزمنوي. له ۲۰ میلیونو څخه زیات خلک، چې ۵.۶ میلیونه یې ماشومان دي، د یونیسف له ملاتړ سره لومړنیو روغتیایي خدماتو ته لاسرسی موندلی. ۱۰ میلیونه ماشومان او میندې د تغذیې مهمو وقایوي خدمتونو او موادو څخه برخمنې شوي.
د افغانستان لپاره د یونیسف د اړیکو مشر، ډینیل ټیمی امریکا غږ ته په استول شوي پیغام ویلي چې د اوبو او حفظالصحې په برخه کې، د بېړني WASH کمپاین له لارې ۲ اعشاریه ۷ میلیونو کسانو ته رسېدنه شوې، او ۴ میلیونه ماشومان په بیړنیو شرایطو کې په ټولنیزو زدهکړو کې شامل شوي دي. همدارنګه، ۵۰ زره د عامه ښوونځیو ښوونکي او ۱۶ زره د ټولنیزو زدهکړو ښوونکو ته روزنه او درسي مواد ورکړل شوي دي.
ډینیل ټیمې:" اقتصادي کمزورتیا، په پراخه کچه هیواد ته د خلکو بېرته ستنېدو، زلزلو، اقلیمي ټکانونو، او پر ښځو او نجونو د دوامدارو محدودیتونو له امله، افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې زموږ لپاره د نړۍ له تر ټولو پېچلو بشري چاپېریالونو څخه یو پاتې شو. او له دې ټولو سره سره، د روغتیا، د تغذیې سکتور، اوبو او حفظالصحې، زدهکړې، خوندیتوب او ټولنیزو مرستو په برخو کې، موږ د ژوند ژغورونکو او د مقاومت پیاوړتیا مداخلې ملاتړ وکړ."
ښاغلي تیمې په خپلو خبرو کې د بریاو ترڅنګ وایې لا هم ډېر کار پاتې دی. یونسف په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لري، هغه تر ټولو مهمې ستونزې د ماشومانو تغذیه او زده کړې یاد کړې.
ډینیل ټیمې: "د تغذیې په برخه کې، ډېر زیات ماشومان په افغانستان کې له مزمنې او شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي، او په ځانګړي ډول هغه ماشومان چې شدید خوارځواکي لري، د هغوی د وجود دفاعي سیستم کمزوری شوی وي او کله چې ناروغ شي، له ژوند ګواښوونکو حالتونو سره مخ کېږي. او دویمه لویه اندېښنه زدهکړې دي. موږ د بنسټیزو زدهکړو له بحران سره مخ یو. حتی هغه ماشومان، هلکان او نجونې، چې ابتدایي ښوونځیو ته ځي، کله چې فارغ شي، نه بنسټیز حساب کولای شي او نه هم بنسټیز لوستل. او البته، د منځنیو زدهکړو دوامداره ستونزه هم شته، چې نجونې له ښوونځي منع دي."
ښاغلي ډینیل وایې د یونسف په تازه راپور کې په ډېر وضاحت سره ویل شوي چې دا یوازې د نجونو شخصي ستونزه نه ده، بلکې د ټول هېواد پر پرمختګ به ویجاړوونکی اغېز ولري. او دا سازمان دا اغېز لا له وړاندې د روغتیا او زدهکړو په برخو کې یدلي.
په همدې حال کې کارپوهان وایې د یونسف د ۲۰۲۶ کال راپور ښي چې په افغانستان کې پر نجونو د زدهکړو او د ښځو پر کار بندیزونه به تر ۲۰۳۰ کال پورې د زرګونو ښځینه کارکوونکو د کمښت لامل شي، چې دا به په ځانګړي ډول د روغتیا سکتور اغېزمن کړي
د ماشومانو د حقونو او د نجونو د زده کړو فعال ضیاالدین یوسفزی وایې که نن ورځ یو شمېر ماشومان له دغو اسانتیاوو ګټه اخلي، خو که اوسني محدودیتونه دوام وکړي، تر ۲۰۳۰ کال پورې د یوه لوی بشري بحران خطر شته.
د دې پرمختګونو سربیره، افغانستان لا هم له سختو بشري شرایطو سره مخ دی، چیرې چې له ۲۳ میلیونو څخه زیات خلک مرستو ته اړتیا لري او میلیونونه ماشومان له فقر، خوارځواکۍ او د زده کړو له محدود لاسرسي سره مخ دي.
یونیسف وایي دا لاسته راوړنې د شریکانو او تمویلوونکو له ملاتړ پرته ممکنې نه وې، او د افغانانو زغم او مقاومت د هر بریا تر شا اصلي ځواک دی. دا راپور د افغانستان د ماشومانو د زغم څرګندونه کوي او دا ښيي چې لا هم دوامداره ملاتړ ته جدي اړتیا ده.
فورم \ دبحث خونه