د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: افغانستان په تیرو ۱۶ کلونو کې د ماشومانو تر ټولو زیات تلفات لرل


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، د ۲۰۰۵ میلادي کال له پيل څخه بیا تر دا مهاله افغانستان په نړۍ کې د ماشومانو تر ټولو زیاته مرګ ژوبله لرله.

دغه صندوق پرون جمعه ډسمبر ۳۱ (مرغومې لسمه) په یو راپور کې ویلي چې په تیرو ۱۶ کلونو کې په دغه هیواد کې څه باندې ۲۸۵۰۰ماشومان په وسله والو نښتو کې مړه او ټپیان شوي دي.

د یونیسف د معلوماتو په اساس دغه ارقام په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې ۲۷ سلنه تشکیلوي. یونیسف ویلي چې پر افغانستان سربیره، یمن، سوریه او شمالي اتوپیا هم په دغه موده کې د ماشومانو مرګ ژوبله لرله.

د ملګرو ملتونو څېړنې ښيي چې په تیرو ۱۶ کلونو کې په افریقا، اسیا، منځني ختیځ او لاتینې امریکا کې د جګړو د څه باندې ۳۰ موقعیتونو کې د ماشومانو د حقوقو د سرغړونې ۲۶۶زره مورده ثبت شوي دي.

ملګرو ملتونو د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې په جګړه ځپلو هیوادونو کې ممکن د ماشومانو د مرګ ژوبلې ارقام تر دې هم زیات وي.

د یونیسف اجرائیه رئیس هنریتا فور ویلي: "ښکېل اړخونه کال په کال، د ماشومانو د حقوقو او خوشبختۍ په اړه بې اعتنايي او وحشت ښيي، ماشومان ځوریږي او په دې خاطر په بې رحمي سره مړه کیږي، باید خپل ټوله هڅه وکړو چې دا ماشومان د زیان څخه خوندي کړو."

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یا (یونیسف) ویلي هیوادونه باید د ماشومانو د خوندیتوب لپاره هڅه وکړي او له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتي چې په دې اړه جدي اقدامات وکړي.

تر دې مخکې هم یونیسف په دغه هیواد کې د سړک غاړې ماینونو او وسله والو نښتو کې د ماشومانو د مرګ ژوبله په اړه اندېښنه ښودلې وه.

دغه صندوق د نومبر پر څلورمه وویل چې د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې د ۲۰۲۱ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په دغه هیواد کې څه باندې ۴۶۰ ماشومان د جګړو له امله وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG