د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: نس ناستی هرکال لس زره افغان ماشومان وژني


یونیسف وایي د ناپاکو اوبو د څښلو له امله د نس ناستي ناروغۍ پیدا کیږي چې هرکال په افغانستان کې لس زره ماشومان وژني
یونیسف وایي د ناپاکو اوبو د څښلو له امله د نس ناستي ناروغۍ پیدا کیږي چې هرکال په افغانستان کې لس زره ماشومان وژني

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" د یوې ګډې سروې له مخې هرکال په افغانستان کې تر لسو زرو پورې ماشومان د نس ناستي د ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې " یونیسف" د دفتر استازي رولف لویدنجینگ، نن د سه شنبې په ورځ یوه غونډه کې د وینا پرمهال وویل، چې نس ناستی او د معدې ناروغۍ په افغانستان کې د افغان ماشومانو د مړینې دوهم علت ګڼل کیږي.

ښاغلي لویدنجینگ وویل " لس زره افغان ماشومان د نس ناستي او په بدن کې د اوبو د کمیدو له امله هرکال خپل ژوند له لاسه ورکوي چې دا خورا مهمه مسله ده".

ښاغلي لویدنجینگ وویل، هڅه کوي تر راتلوونکو دوو کلونو په افغانستان کې د څښلو د پاکو اوبو ته د لاس رسي په هکله یوه سروې وکړي.

هغه وویل، نن د څښاک د پاکو اوبو په اړه يې چې کومه ګډه سروې خپره کړې ، هدف یې پاکو اوبو ته د لاس رسي ستونزې ته د دولتي مشرانو پام اړول وو.

د افغانستان د دعامې روغتیا وزارت د ارزونې او څارنې عمومي رئیس ډاکټر عطاالله سیدزي، دې غونډې ته په وینا کې د نس ناستي د ناروغۍ له امله د ماشومانو په مړینه کې په زیاتوالي اندیښنه وښوده او ویې ویل چې پاکو اوبو ته د خلکو نه لاس رسی د ماشومانو د نس ناستي د ناروغیو یو لوی علت دی.

ډاکټر سیدزي وویل " په افغانستان کې د څښاک د ناپاکو اوبو استعمالول په ډیرو مرضونو باندې د خلکو د اخته کیدو لوی لامل دی، یو د دغو ناروغیو څخه چې زمونږ هیوادوال او ماشومان پرې اخته کیږي هغه د نس ناستي ناروغي ده ".

اکثره د نس ناستي ناروغي د ایکولاې (E-Coli) میکروب څخه چې د انسانانو او حیواناتو په غایطه موادو کې وجود لري رامنځ ته کیږي.

د ګډې سروې له مخې په کلیوالو سیمو کې ۶۸ فیصده او ښارونو کې ۵۲ فیصده اوبو کې د ایکولاې (E-Coli)میکروب وجود لري.

دا سروې چې نن خپره شوه، د یونیسف سربیره نړیوال بانک، اروپایي ټولنې د افغانستان د مرکزي احصايې په ملاتړ د کابل، هرات، کندهار، بدخشان، بلخ، سمنگان، دایکنډي، خوست، ننگرهار او کاپیسا په ولایتونو کې د تیر هجري شمسي کال په اوږدو کې ترسره کړې ده.

XS
SM
MD
LG