د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) وايي هغه افغان کورنۍ او په کورنیو کې په ځانګړي ډول ماشومان چې له ایران څخه افغانستان ته راستنېږي له جدي ستونزو او نامعلوم راتلونکي سره مخ دي.
په افغانستان کې د یونېسف استازي ډاکټر تاجالدین اویواله د جنیوا په مطبوعاتي غونډه کې وویل چې د منځني ختیځ د جګړو په زیاتېدو د سرحدونو دواړو غاړو ته د ماشومانو لپاره جدي خطرونه رامنځته کړي دي.
د یونیسف د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې نږدې درې میلیون افغانان له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له ایران او پاکستان څخه، افغانستان ته ستانه شوي دي چې شاوخوا ۶۰ سلنه یې ماشوم لرونکې کورنۍ دي.
ډاکټر اویواله وویل دوی عاجلو طبي مرستو او بنسټیزو معلوماتو ته اړتیا لري، په ځانګړي ډول هغه ماشومان چې له خپلو کورنیو جلا شوي یا یوازې پاتې دي. د ده په خبره، که چیرې ورته لازم تدابیر برابر نه شي، نو د تښتونې او تاوتریخوالي په ګډون له جدي خطرونو سره مخ کېدای شي.
دغه سازمان خبرداری ورکوي چې دا حالت کولای شي د ماشومانو، میندوارو ښځو او شیدې ورکونکو میندو ترمنځ د خوارځواکۍ او ناروغیو خطر هم زیات کړي.
د یونیسف استازي ټینګار وکړ: “زموږ پیغام ساده دی: ماشومان باید د راستنېدو په هر پړاو کې خوندي اوسي. یونیسف له خپلو شریکانو سره چمتو دی چې د ماشومانو او کورنیو ملاتړ وکړي او که اړتیا وي، خپلې مرستې لا زیاتې کړي.”
د یونیسف د معلوماتو له مخې افغانستان دا مهال له څو اړخیزو بشري کړکېچونو سره مخ دی او شاوخوا ۱۱ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) خبرداری ورکړی و چې په منځني ختیځ کې د جګړو زیاتوالی او په سیمه کې د خوندیتوب نشتوالی ښايي په نامناسبو شرایطو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو بېرته ستنېدل زیات کړي.
دا اداره وایي یوازې د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا ۱۱۰ زره افغانان له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي او د منځني ختیځ د جګړې له پیل وروسته هره ورځ نږدې ۱۷۰۰ کسان بېرته ستنېږي.
ددې سازمان په وینا د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې له ګاونډیو هېوادونو څخه تر پنځو میلیونو زیات افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
فورم \ دبحث خونه