د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف افغان ماشومانو سره مرستې ته ٣٠ میلیونه ډالر غواړي


یونیسف وايي افغانستان کې میلیونونه ماشومان شته چې ضروري مرستو ته اړتیا لري
یونیسف وايي افغانستان کې میلیونونه ماشومان شته چې ضروري مرستو ته اړتیا لري

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق ( یونیسف) وايي افغان ماشومانو سره بېړنیو مرستو لپاره ٣٠.٥ میلیونه ډالرو ته ضرورت لري.

په عمومي ډول یونیسف له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په ۲۰۱۷ کال کې ورته ۳.۳ میلیارده ډالر ورکړي چې په نړۍ کې له اړمنو او سوی تغذي شویو ماشومانو سره مرسته وکړي.

افغانستان لپاره د دغې ادارې ویاند عزیز فروتن امریکا غږ ته وویل چې په ٣٠.٥ میلیونه ډالرو باندې دوی په جنګ ځپلو سیمو کې ماشومانو ته ښوونځي جوړوي، خوراکي توکي ورسوي، روغتیايي او نورې اسانتیاوې ورته برابروي.

ښاغلي فروتن د امریکا غږ اشنا تلویزون خبریال جعفر هاند ته په یوې مرکې کې ټېنګار وکړ، چې جنګ جګړو په افغانستان کې ماشومانو د هغوی له خپلو اساسي حقونو بې برخي کړي دي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:55 0:00

XS
SM
MD
LG