د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په تړاو څلور اړخیزه غونډه جوړیږي


ټاکل شوې نن یکشنبه په ایران کې د افغان کډوالو په اړه د افغانستان، پاکستان، ایران او ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د استازو ترمنځ څلور اړخیزه غونډه پيل شي.

د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو په اساس د دغه وزارت مسلکي معین عبدالرحمن راشد په یاده غونډه کې د ګډون لپاره ایران ته رسېدلی دی.

د دغه وزارت د اعلامیې له مخې ښاغلي راشد تېره ورځ ډسمبر لسمه (لېندۍ ۱۹) د کابل نړیوال هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې په ګاونډیو هیوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو راکمول د کډوالو چارو وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.

د ښاغلي راشد په وینا دا چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی دوی به په دغه غونډه کې هیواد ته د افغان کډوالو بیرته را ګرځېدل هم مطرح کړي.

د یاد وزارت په بیان کې راغلي: "په دغه ناسته کې به په ایران او پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د وضعیت او همدارنګه هغوی ته د رسیدګۍ او خدمت د څرنګوالې په اړه خبرې او نظرونه سره شریک شي."

په ایران کې د افغان کډوالو په تړوا یاده څلور اړخیزه غونډه پر داسې مهال جوړیږي چې په دې وروستیو کې تر بل هر وخت ګاونډیو او د سیمې هیوادونو ته د افغان کډوالو ورتګ زیات شوی دی.

په دې وورستیو کې په ایران او پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو سره د هغه هیوادونو د پولیسو د ناوړه چلند او زور زیاتي او له دغه هیوادونو څخه په زوره د افغان کډوالو د ایستلو په اړه هم راپورونه ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې باختر دولتي خبري اژانس تېره اونۍ په هغه هیواد کې د ایراني پولیسو په ډزو کې د څلورو افغان کډوالو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو په اساس، په افغانستان کې د طالبانو تر حکومت مخکې په ایران کې ۳.۴ میلیون افغان کډوالو ژوند کاوه چې نژدې دوه میلیون یې غیر قانوني کډوال و. خو وايي چې په تیرو لسو میاشتو کې سلګونه زره نور کډوال هم ایران ته تللي دي.

تر دې مخکې د ایران دولتي خبري اژانس ارنا ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمنېدو وروسته، څه باندې یو میلیون افغانان ایران ته کډه شوي او لا هم هره ورځ زرګونه نور د کار روزګار او یا په اروپایي هیوادونو کې د پناه اخیستو په خاطر ایران ته اوړي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس اوس مهال شاوخوا شپږ میلیونه افغانان له خپل هیواد بهر د مهاجرو په توګه ژوند کوي او درې نیم میلیونه په کور دننه بې ځایه شوي دي.

ملګري ملتونه وايي په بهر کې د میشتو ۲.۷ میلیون افغان مهاجرینو د شتون له امله افغانستان په نړۍ کې د زیاتو مهاجرو لرونکو هیوادونو په ډله کې درییم هیواد دی.

XS
SM
MD
LG