د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په پيښور کې خپله قونسلګرۍ تړي

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د خپلو ډیپلوماتانو د خوندیتوب په اړه د اندېښنو له امله په پېښور کې خپله قونسلګري تړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا خبره د چهارشنبې په ورځ (د مې ۶) په یو خپره شوې اعلامیه کې کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د امریکا سفارت به له دې وروسته د خیبر پښتونخوا د ایالت ټولې ډیپلوماتیکې چارې په اسلام‌اباد کې پر مخ یوسي.

په اعلامیه کې راغلي: «دا پرېکړه زموږ د ډیپلوماتیکو کارکوونکو د خوندیتوب او د سرچینو د اغېزمن مدیریت لپاره زموږ ژمنتیا څرګندوي.»

خیبر پښتونخوا له افغانستان سره ګډه پوله لري، او هلته د پاکستاني ځواکونو او هغو وسله‌والو ترمنځ بریدونه او سختې نښتې شوې دي چې اسلام‌اباد یې د افغانستان له ملاتړ څخه برخمن وسلوال بولي. خو طالب چارواکو په وار وار د پاکستان دا تورونه رد کړې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG