د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: امریکا د هغو مسلمانانو تر څنګ ولاړه ده چې له ظلم سره مخامخ دي


د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن
د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن

ولسمشر جوبایډن او لومړۍ میرمنې جیل بایډن د چهار شنبې په ورځ مارچ ۲۲ (وري دویمه) د روژې د میاشتې د رارسیدو په مناسبت په امریکا او نړۍ کې مسلمانانو ته د نیکمرغیو غوښتنه وکړه.

بایډن د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې ویلي چې امریکا په دې سپيڅلې میاشت کې د مسلمانانو له هغو ټولنو سره په ملاتړ ټینګار کوي چې له ستونزو او ویجاړیو ځوریږي.

ولسمشر بایډن زیاته کړې، امریکا به د ترکیې او سوریې له اوسیدونکو سره چې د زلزلې له امله یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي او د پاکستان له اوسیدونکو سره چې د سیلابونو له امله زیانمن شوي او اوس خپل کورونه رغوي، پیوستون ته دوام ورکړي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر څرګنده کړه، امریکا او متحدین یې د چین د اویغوریانو، د برما د روهینګیایانو او په نړۍ کې د مسلمانانو له نورو ټولنو سره چې له ازار او اذیت او ظلم سره مخ دي، ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړې چې د روژې په میاشت کې په ټوله امریکا کې مسلمان ټولنو ته، چې په خبره یې د امریکا د تاریخ جز دي، درناوی کوي.

بایډن وویل، له ساینس او ټکنالوژي څخه نیولې بیا تر هنر او علم، له قانون څخه تر طبابت، له تجارت څخه تر حکومتولۍ او تر هغه هاخوا، د امریکا مسلمانان ددې هیواد د متنوع ټولنې تقویت لامل شوي‌ دي.

بلخوا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم په یوې اعلامیه کې مسلمانانو ته د سوله ایزې روژې هیله کړې ده.

ښاغلي بلینکن زیاته کړې، اوس ددې وخت دی چې ټول له فقر، ځورونو، نښتو او طبیعي ناورینونو سره د مخامخو کسانو سره مرسته وشي.

XS
SM
MD
LG