د لاس رسي وړ اتصالات

مککال: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د وتلو په اړه ګمراه کوونکې څرګندونې کوي

امریکايي ځواکونه
امریکايي ځواکونه

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو د خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د تحقیقاتو دپاره د معلوماتو په ورکولو کې پاتې راغلی دی او په خبره یې، د امریکا خلک "ګمراه " کوي.

مککال نن چهارشنبه مارچ ۱۵ (کب۲۴) په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د تلو په اړه د تحقیقاتو په مخکې خنډ جوړول روان ساتلي او موږ دا نشو زغملای. د امریکا خلک له افغانستان څخه د ناورین زېږونکي خروج په اړه د ځوابونو د ترلاسه کولو مستحق دي.»

د استازو د خونې د بهرنیو اړیکو کمېټې تېره چهارشنبه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه یوه استعماعیه غونډه وکړه او د امریکا ځینو اوسنیو او پخوانیو پوځيانو په کې په دې اړه ګواهي ورکړه.

د جمهوريت غوښتونکو له لوري د استازو په خونې کې د اکثریت له ګټلو وروسته، دا له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو په اړه د بهرنیو اړیکو د کمېټې لومړۍ غونډه وه.

د دغې استماعیه غونډې څخه دوې ورځې وروسته د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس خبري کنفرانس ته وویل چې وزارت د کانګرس په تحقیقاتو کې د ضروري معلوماتو په برابرولو کې همکار او ژمن دی. هغه وویل: «د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له کانګرس سره رغوونکي او باثمره روابط لري.»

د مککال په اعلامیې کې راغلي دي چې د بهرنیو چارو وزارت باید د افغانستان لپاره د امریکا د دپلوماتیک ماموریت کاري راپور، په کابل کې د سفارت اضطراري کاري پلانونو او د ځواب ورکوونې او ارتباط د کانالونو په اړه معلومات ژر تر ژره د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وسپاري.

مککال ویلي دي: «له [افغانستان څخه] وتل د [بایډن] په حکومت باندې د شرم یو داغ دی او د شفافیت نشتوالي د پټولو په اړه د وزارت هڅه یوه بله انګیزه ده چې باید یې په اړه ځواب وویل شي.»

په دې اعلامیې کې راغلي دي چې د روان کال د جنورۍ په ۱۲، ۲۶، ۳۰ او د فبرورۍ په ۱۴، درېیمې، د مارچ په اتمې او د مارچ په ۱۲ نېټو د کانګرس ګمارل شوې کمېټې د بهرنیو چارو له وزارت څخه د معلوماتو او غوښتنه کړې ده خو همکاري نه ده شوې.

د امریکا د استازو جرګې نوی مشر وايي د بایډن د حکومت د تګلارو په اړه تحقیقات کوي

په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس وویل: «له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته موږ په کانګرس کې د دواړو ګوندونو [جمهوریت غوښتونکو او دموکرات] غړو ته څه باندې ۱۵۰ ځلې راپورونه ورکړي دي. په دې سربېره، د وزارت لوړ پوړیو مقاماتو په عمومي استماعیه غونډو کې ګډون کړی او پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړي دي او دغه وزارت د کانګرس بېلا بېلو غړو او کارکوونکو ته د افغانستان د تګلارې په اړه ځوابونه ورکړي دي.»

نوموړي ویلي دي چې مککال د روان کال په لومړيو کې د بهرنیو چارو وزارت ته تللی او له وزیر سره یې «رغوونکی بحث درلوده». هغه وویل: «له هماغه وخت راهېسې، د بهرنیو چارو وزیر له مککال سره ژمنه وکړه چې د دغې کمېټې په کار کې به همکاري کوي او له هغه وخت راهېسې د مککال د پوښتنو په ځواب کې سلګونه سندونه وړاندې کړل شوي دي.»

سره له دې چې جمهوریت غوښتونکي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د جوبایډن په تګلارې نیوکه کوي، خو هغه د خپلې پرېکړې ننګه کړې ده او ویلي دي چې دا پرېکړه یې د امریکا د پوځي مقاماتو او دپلوماتانو سره له مشورې وروسته او د امریکا د ملي ګټو په اساس کړې ده. ولسمشر بایډن همدغه راز ویلي دي چې له افغانستان څخه د تخلیې پروګرام په تاریخ کې ساری نلري.

افغانستان د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه واېستل او وروستی عسکر یې په ۳۰ نېټه له هغه هېواد څخه ووت.

This item is part of
XS
SM
MD
LG