د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: په افغانستان او عراق کې د داعش ډله د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ دی

د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی چې په عراق کې د اسلامي دولت ډله (داعش) او په افغانستان کې د دې ډلې څانګه "داعش-خراسان" د سیمي او نړۍ د امنیت لپاره یو ستر ګواښ دی.

د ترهګرۍ سره د مبارزې په څانګې کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال، الکساندر زویف، د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۴) د دې سازمان امنیت شورا ته وویل: "په افغانستان کې، داعش-خراسان ډله اوس هم سیمې او له هغې اخوا ته تر ټولو جدي ګواښ متوجه کوي."

د الکساندر زویف په وینا، که څه هم د بریدونو شمېر کم شوی، خو داعش-خراسان " د انلاین ګمارنې په ګډون، د خپلو لیکو د بیا چټک ډکولو وړتیا" لري.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي، په کابل کې د جنورۍ د ۱۹ نېټې برید ته اشاره وکړه او وویل: "همدا تېره میاشت، دې شورا د جنورۍ په ۱۹ په کابل کې پر یوه رستورانت ترسره شوی وحشتناک ترهګریز برید وغنده، چې مسوولیت یې داعش-خراسان منلی و او له امله یې اوه کسان ووژل شول او د یوه ماشوم په ګډون څو تنه نور ټپیان شول."

زویف خبرداری ورکړ چې داعش او داعش-خراسان، د خلکو د جذبولو، په ځانګړي توګه د ځوانانو ترمنځ، او د خوندي عملیاتو لپاره له نویو ټکنالوژیو لکه کرېپټوکرنسی، سایبري وسایلو، بې پیلوټه الوتکو او مصنوعي ځیرکتیا څخه ګټه پورته کوي.

په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو استازي، مایک والټز، دې غونډې ته په خپلو خبرو کې د هغه څه په اړه چې د داعش او القاعده "مخ په ودې ګواښ" وباله، "ژوره اندیښنه" څرګنده کړه.

والټز وویل: "په افریقا کې د داعش مخ پر زیاتیدونکی تمرکز ، او په سوریې او عراق کې د دې ډلې د شبکو استقامت، او په افغانستان کې د داعش-خراسان دوامداره ګواښ، په رښتیا هم د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره زموږ د دوامداره او همغږو هڅو اړتیا پیاوړې کوي."

په دې غونډې کې د بریتانیا، پاکستان او چین استازو هم په افغانستان کې د داعش په ګډون، د ترهګرو ډلو شتون د سیمې او له هغې اخوا ته د یوې جدي ګواښ په توګه وبللو. د چین استازي د طالبانو په حکومت غږ وکړ چې په افغانستان کې د میشتو ترهګرو ډلو په وړاندې "کلک" اقدام وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد، د ملګرو ملتونو راپور ته په غبرګون کې، په افغانستان کې د داعش ډلي د شتون په اړه اندېښنې "بې ځایه" وبللې.

مجاهد د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي: "دا انديښنې ځکه مطرح کیږي چې افغانستان په دغه ناسته کې حضور نه لري ترڅو خپل مستند دريځ او حقیقت وړاندې کړي، ځینې هیوادونه له همدې خلا څخه په استفادې د افغانستان د امنیت په باره کې پروپاګند کوي او تشویشونه اچوي."

د طالبانو د حکومت ویاند یوځل بیا ادعا کړې چې په افغانستان کې "هيڅ بهرنۍ او خپل سرې ډله شتون نلري" او د ده په وینا "داعش په افغانستان کې ماتې خوړلې ده" او د افغانستان په ګاونډ کې یې ځاله جوړه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال امنیت شورا ته د خپلو خبرو په پای کې، د داعش له ګواښ سره د مقابلې لپاره د دوامداره نړیوالو هڅو پر اړتیا ټینګار وکړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG