د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان او نړۍ کې د داعش ډلې د فعالیت ارزونه کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن چهارشنبه فبروري څأورمه د اسلامي دولت (داعش) ډلې او د دې ډلې د خراسان څانګې د فعالیتونه په ګډون، د ترهګرۍ د ګواښ د ارزونې لپاره غونډه کوي.

د امنیت شورا دا غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په ستراتیژیک راپور تمرکز کوي. په دې راپور کې د نړۍ د سولې او امنیت په وړاندې د داعش ډلې ګواښونه څېړل شوي دي.

راپور وايي چې د داعش خراسان ډله د افغانستان په شمالي برخو کې په ځانګړې توګه له پاکستان سره په پوله کې فعاله ده او په سیمه کې د بریدونو د کولو لپاره یې خپله عملیاتي وړتیا ساتلې ده.

په دې ستراټیژیک راپور کې راغلي چې داعش له وسله والو شخړو، سیاسي بې ثباتيو، او کمزورې حکومتوالۍ څخه ګټه پورته کړې چې نه یوازې د نړیوال سولې او امنیت لپاره، بلکې د بشري حقونو او پراختیا په وړاندې هم یو دوامداره ګواښ رامنځته کوي.

داعش-خراسان په کابل کې د جنورۍ د ۱۹ نېټې د مرګونې برید مسؤلیت ومنه، چې په کې یو چینایی او شپږ افغانان ووژل شول.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا برید وغنده او د ترهګرۍ د ګواښ سره د مبارزې لپاره یې پر همکارۍ ټینګار وکړ.

په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه د نړیوالې اندېښنې سره سره، د طالبانو حکومت د دغې ډلې له ګواښ څخه سترګې پټې کړې دي، او ادعا کوي چې په هیواد کې د دې ډلې د شتون په اړه "مبالغه شوی" ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG