ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ اپریل څلورمه (وري ۱۵) وویل چې په عراق کې د تیرې نیمې پیړۍ په ګډوډیو کې، د صدام حسین د دکتاتوري واکمني، د متحده ایالاتو په مشرۍد پوځي اشغال او د اسلامي دولت (داعش) د اورپکو د قیام په مهال تر یو ملیون پورې خلک "لادرکه" شوي دي.
د جبري بې درکه کیدو په اړه د ملګرو ملتونو کمیټې د عراق له حکومت څخه چې په نړۍ کې د ورکو شویو خلکو ترټولو لوی شمیر لري، غوښتنه کړې چې د قربانیانو لټون وکړي او عاملینو ته سزا ورکړي.
خو د ملګرو ملتونو دغه غوښتنه د عراق په قانون کې د یو جرم په توګه د جبري ورکیدو د تعریف د نشتوالي له امله د خنډ سره مخامخ شوې ده.
ملګرو ملتونو ویلي، "د جبري بې درکه کیدو په اړه د ملګرو ملتونو کمیټې له عراق څخه وغوښتل چې سمدستي د دې ناوړه جرم د مخنیوي، له منځه وړلو او ترمیم لپاره بنسټ جوړ کړي."
د عراق د حکومت ویاند یا ددې هیواد د کورنیو چارو وزارت سمدستي پدې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي، چې د ۱۹۶۸ او ۲۰۰۳ کلونو ترمنځ په کردستان کې د صدام حسین د "نسل وژنې کمپاین" له امله د څه باندې ۱۰۰زره کردانو په ګډون تر ۲۹۰زرو پورې کسان په زور لادرکه شوي دي.
په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د متحده ایالاتو په مشرۍ له یرغل وروسته د ورکیدو لړۍ دوام وموند او لږ تر لږه ۲۰۰زره عراقیان ونیول شول چې نږدې نیمایي یې په هغو زندانونو کې ساتل کیدل چې د متحده ایالاتو او یا بریتانیا لخوا اداره کیدل.
د جبري بې درکه کیدو په اړه د ملګرو ملتونو کمیټې وویل، "داسې تور لګول شوی چې دغه بندیان د اورپکو په عملیاتو کې د ښکیلتیا په خاطر پرته له کوم حکم نیول شوي، په داسې حال کې چې نور یې هغه ملکیان دي چې په اصطلاح په غلط وخت کې په غلط ځای کې وو."
د خلکو د تښتونې نوې څپې د اسلامي دولت (داعش) لخوا د عراق د خاورې په یوې برخې کې د خلافت د اعلان سره جوخت رامنځته شوي دي.
دغې کمیټې ویلي، "په دغه ډول نورو روانو پیښو کې د ماشومانو د جبري ورکیدو ادعاوې شاملې دي، په ځانګړې توګه هغه ایزدي ماشومان چې د هغوی پر میندو د اسلامي دولت (داعش) په کمپونو کې د جنسي تیري وروسته زیږیدلي دي."
د ملګرو ملتونو په وینا اټکل کیږي چې د ۲۵۰زرو څخه تر یو میلیون پورې خلک له ۱۹۶۸ راهیسې ورک شوي. دغې کمیټې همداشان له عراق څخه غوښتي چې یو خپلواک کاري ماموریت رامینځته کړي چې ډاډ ترلاسه شي د بندیانو لست جوړ شي او کورنۍ یې د هغوی په ځای او مکان باندې خبر کړي.