د لاس رسي وړ اتصالات

سمندري طوفان په هایتي کې ۹۰۰ تنه مړه کړي


په هایتي کې سمندري طوفان ( ماتیو) لږ تر لږه ۹۰۰ تنه مړه کړي او زرګونه خلک یې مجبوره کړي چې له خپلو کورونو وتښتي.

هایتي چې په شمالي قطب کې یو بې وزله هېواد دی، د ۲۰۱۰ کال د زلزلې ټپونه یې لا رغېدلي نه وو، چې بل غم پرې راغی.

یوه کروندګر وايي چې طوفان یې هر څه له خاورو سره خاروې کړل " څاروي مو مړه شول او په کور کې هېڅ هم نه دي راپاتي".

په ویډیوګانو کې د نړیدلو کورونو او سیمو له تصویرونو ښکاري چې طوفان څومره زورور و. د هایتي یو چارواکي جین مایکل ویګروګس وویل چې طوفان د جرېمې ښار چې شاوخوا ۳۰۰۰۰ نفوس لري، بشپړ ویجاړ کړی دی.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې دغه سمندري طوفان لږ تر لږه شپږ میلیونه خلک زیانمن کړي دي او ۳۵۰۰۰۰ زره خلک عاجلو مرستو ته اړ دي.

د سره صلیب نړیوالې ټولنې د هایتي د طوفان ځپلو سره د مرستو لپاره د ۶.۹ میلیارده ډالرو د مرستو غږ کړی دی. د هایتي لومړي وزیر انیکس جین-چارلس د وزیرانو او نورو چارواکو څخه یوه ګډه کمیټه جوړه کړه، چې له طوفان ځپلو سره مرستې تنظیمې کړي.

د هایتي په جنوب کې د یو پل د نړېدو له کبله په لېرو پرتو سیمو کې اړو خلکو ته د بېړنیو مرستو رسول هم ستونزمن شوي او د پولې په دواړو غاړو کې ګڼ ګاډي ایسار پاتې دي.

ماتیو په امریکا کې

د هایتي د ځپلو وروسته د غه طوفان اوس مخ پر امریکا روان دی او وار د مخه یې د متحدو ایالتونوپه فلورېډا او شمالي کرولینا کې یې اغیزې لیدل شوي دي. په دغو دوو ایالتونو ګڼ خلک له خپلو کورونو څخه نورو خوندي سیمو ته انتقال کړل شوي دي.

دغه طوفان په ساعت کې ۱۶۵ کیلیو مېتر مزل وهي چې ورسره شرکنده او تېز باران هم مل دی، د اټکل له مخې د باران اندازه د ۲۰ او ۴۰ سانتني مېترو ترمنځ ده.

سمندري طوفان د امریکا پر تاریخي ښار ساوانا سربېره، جورجیا، چارلسټن او جنوبي کرولینا یې ځپلي دي. د هوا پېژندنې ادارې وايي دغه طوفان به د ختیځ سواحل باندې له تېرېدو وروسته بېرته د فلورېډا ایالت ته ستنیږي. د سمندري طوفان مرکز وايي چې په تېرو لسیزو کې د ماتیو طوفان غوندې زورور طوفان لیدل شوی نه و.

XS
SM
MD
LG