د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې درنو واورو عادي ژوند او کاروبار ګډوډ کړی


لږ تر لږه د امریکا په لسو ایالتونو کې د واورو له کبله بېړنی حالت اعلان شوی دی.
لږ تر لږه د امریکا په لسو ایالتونو کې د واورو له کبله بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د امریکا د واشنګټن ډي سي په ګډون د امریکا په ختیځ سواحل کې تر ۶۰ سانتې مېتره پورې واوره شوې شوې او ورځنۍ چارې يې ځنډولي دي.

واروه د جمعې د ماسپښین نه وروسته شروع شوې او وړاندوینې داسې دي چې د امریکا پر وخت د یکشنبې تر سهاره به همداسې روانه وي.

اټکل دا دی چې ۹۰ سانتي مېترو ته به ورسیږي. له واورو سره تېز باد هم مل دی چې په ساعت کې ۸۰ کیلیومېتره سرعت لري.

د امریکا د هوا پېژندنې ملي ادارې ویلي، شاید واروه نوره هم زیاته او خطرناکه شي، تراوسه د واورو او طوفان له کبله شاوخوا نهه تنه مړه شوي دي.

ویل کیږي چې شاید تر ۹۰ سانتي مېتره پورې واوره ووریږي.
ویل کیږي چې شاید تر ۹۰ سانتي مېتره پورې واوره ووریږي.

بېړنی حالت:

د واشنګټن ډي سي او ویرجینیا ایالت په ګډون د امریکا په لسو ایالتونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی. په کنټکي کې حکومت سیارې سرپناوې برابرې کړي چې د اړتیا پر مهال خلک په کې خوندي کړي.

پوهنځي، حکومتي ادارې او عامه ترانسپورت تړل شوي دي.

ویل کیږي چې دا د ۱۹۹۱ کال راورسته د خپل ډول لومړنۍ او زیاته واوره ده چې د واشنګټن ډي سي په ښار، ویرجینا د امریکا په ځينو نورو ختیځو ایالتونو کې وریږي.

په واشنګټن ډي سي وار دمخه شاوخوا ۳۰ سانتي مېتره واور شوې ده.
په واشنګټن ډي سي وار دمخه شاوخوا ۳۰ سانتي مېتره واور شوې ده.

د ښاروالۍ مامورین او لوی ګاډي لګیا دي له سړکونو واروې پاکوي او په پرلپسې ډول په لویو لارو او سړکونو باندې مالکې شيندي چې ترافیکې پېښې ونشي.

واورو ته چمتوالی

د امریکا د ختیځو ایالتونو اوسیدونکي ځانونه د واورې د توفان لپاره چمتو کوي. ویل کیږي چې د واورې د دغه توفان به په واشنګټن ډي سي، بالتیمور او نیویارک په ښارونو کې بې سابقه وي.

د واورې توفان به تر یکشنبې دوام وکړي
د واورې توفان به تر یکشنبې دوام وکړي

د واشنګټن ښاروالې میریل باوزر خو وار له مخکې بیړنۍ حالت اعلان کړی دی.

په واشنګټن کې د جمعې په ورځ ښوونځي بند وو. فدرالي حکومت هم د غرمې نه وروسته رخصت دی او ښاري اورګاډي به هم بند وي.

په دوکانونو کې بیا د واورې د پاکولو الات ټول خرڅ شوي وو.

په ویرجینیا کې د ډیریک د سامان الاتو د خرڅولو یو دوکاندار امریکا غږ ته وویل «تر ټولو ډیر چې خرڅیږي هغه د واورې د لېري کولو بیلچه دی. په دوکان کې اوس لږ پاته دي، درې یا څلور به پاته وي.»

په واشنګټن کې سیاستمدارانو او د ښاروالۍ چارواکو ویلي دی چې تر دې چې وروسته پښیمانه کیږي نو اوس لا د خوندیتوب پوره تدابیر نیسي. دوی د اوسیدونکو نه هم غواړي چې د خوندیتوب ته دې لومړیتوب ورکړي.

واشنګټن ته څیرمه، په میریلنډ کې هم بیړنۍ حالت اعلان شوی دی. د میریلنډ د ایالت والي لاري هوګن وویل «زموږ لومړیتوب دا دی چې د میریلنډ اوسیدونکي خوندي وي.»

د واشنګټن اوسیدونکي په تشویش کي دي دا ځکه چې د دغه ښار په اړه دا مشهوره ده چې که لږ باران یا واوره هم پکښې وشي نو په ښار کې ګډوډي راولي.

د چهارشنبې په شپه په واشنګټن او شاووخوا سیمو کې تر پنځه سانتي متره لږ واوره وشوه خو خلګو په لوی سړکونو باندې په ساعتونو بند پاته وو. ځینو خو خپل موټرونه د سړک په غاړه درولي وو او پخپله ورنه تللي وو.

د واورې د توفان په وخت کې په واشنګټن کې عام ترانسپورت بند وي
د واورې د توفان په وخت کې په واشنګټن کې عام ترانسپورت بند وي

د چهارشنبې د شپې د سړکونو د وضعیت په اړه د واشنګټن ښاروالې بخښنه وغوښتله. هغې وویل: «موږ بخښنه غواړو چې سم ترتیبات مو نه و نیولي.»

په واشنګټن او نږدې سیمو کې، د جمعې د مازدیګر نه نیولې بیا تر یکشنبې پورې به عام ټرانسپورټ بند وي. حتا که لوی سړکونه هم پاک شي بیا به هم تګ او راتګ ګران وي.

د واورې د توفان د راتګ له امله د امریکا په بیلابیلو ځایونو کې ۴۵۰۰ پروازونه هم څنډول شوي دي.

XS
SM
MD
LG