د لاس رسي وړ اتصالات

د ارزګان او غزني جګړه قومي ده؟


حکومت وايي جاغوري او مالستان ته یې ځواکونه استولي دي
حکومت وايي جاغوري او مالستان ته یې ځواکونه استولي دي

ملګري ملتونه وايي د غزني او ارزګان په هزاره مېشتو سیمو کې سیمه ییز پښتانه په روانې جګړې کې د طالبانو ننګه کوي.

افغان حکومت د غزني د جاغوري او مالستان په ولسوالیو کې د روانې جګړې د مهارولو او ختمولو هلې ځلې کوي، خو ځينې کارپوهان اندېښنه لري چې که په چټکې‎ۍ سره یې مخه ونه نیول شي نو روانه جګړه به قومي او مذهبي اړخ خپل کړي.

دغو دواړو ولسوالیو کې هزاره ګان میشت دي او په تېرو شاوخوا ۱۷ کلونو کې په نسبي ډول د طالبانو د بریدونو او جګړو څخه خوندې وې.

په دغو ولسوالیو کې د جګړې تر پېلېدو مخکې، د هزاره ملېشو یو سیمه ایز قومندان حکیم شجاعي د ارزګان په ځینو سیمو کې جګړې پیل کړې وې.

شجاعي امریکا غږ سره په خبرو ټېنګار کړی و چې پښتانه یې دښمنان نه دي او یوازې له طالبانو سره جنګیږي، خو دا خبره یې کړې وه چې له خپلو خلکو- هزاره ګانو- څخه دفاع کوي.

افغان چارواکي وایي د جاغوري او مالستان په ولسوالیو باندې د طالبانو بریدونه د دغې "ترهګرې ډلې" د روانو بریدونو لړۍ ده. وايي سیمې ته یې ځانګړي افغان ځواکونه استولي چې د دغو بریدونو مخه ونیسي.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په خپل فیسبوک کې لیکلي دي چې د "غزني جګړه د تروریستانو کار او د سیمې د هېوادونو شیطانت" دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د چارو تنظیمونکې ادارې (اوچا) راپور ورکړی دی چې په خاص ارزګان کې مېشت پښتانه، د "دولت د ملاتړو هزاره ملېشو په مقابل کې" د طالبانو د بریدونو ننګه کوي. وايي دا جګړه اوس جاغوري او مالستان ته هم رسېدلې ده.

اوچا وايي د جګړو له کبله لږ تر لږه ۴۰۰۰ کورنۍ د مالستان او جاغوري ولسوالیو څخه وتلي دي.

سره له دې چې په افغانستان کې روان جنګ کوم قومي اړخ نلري، خو په دې وروستیو کې د داعش ډلې ډیری بریدونه په هزاره ګانو باندې شوي دي.

XS
SM
MD
LG