د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل ښار کې پیل شوی لاریون پای ته ورسېد


په کابل کې نن دوشنې پیل شوی لاریون پای ته ورسېد.

د دغه لاریون تنظیمونکي برکت الله رونق امریکا ږغ ته وویل چې ولسمشر غني ورسره پر ټلیفون خبرو کې د دوی غوښتونو د عملي کېدو ډاډ ورکړئ او په همدې هدف یې خپل لاریون ختم کړ.

له حکومت څخه د لاریون والو غوښتنه، په جاغوري، مالستان او خاص ارزګان ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو پیلول او په دغه ولسوالۍ کې د جګړې له امله بېځایه شویو خلکو ته مرستې رسول و.

  • پخواني معلومات

د غزني پر جاغوري‌، مالستان او د روزګان ولایت پر خاص روزګان ولسوالیو د طالبانو د وروستیو حملو ‌په غبرګون کې د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو له تېرې شپې راهیسې لاریون پیل کړی.

دغه لاریون چې د کابل د لوېدیځې څنډې هزاره مېشتو اوسېدونکو پیل کړی، دا مهال د کابل په پښتونستان واټ کې راټول شوي دي.

د دغه لاریون تنظیمونکي برکت الله رونق د دوشنبې په ورځ امریکا ږغ ته وویل چې د لاریون هدف یې د جاغوري، مالستان او خاص روزګان ولسوالیو وروستیو جګړو ته د حکومت پام اړول دي.

رونق وویل چې په جاغوري ولسوالۍ کې د وروستۍ جګړې له امله ګڼې کورنۍ له خپلو سیمو بېځایه شوي‌ او دامهال په بد وضعیت کې دي.

هغه جاغوري او مالستان ته د هوايي او کمانډو ځواکوو استول، د جګړې له امله بېځایه شویو خلکو ته مرستې رسول، د جاغوري او مالستان ولسوالۍ د لویو لارو امنیت ټینګول، په جاغوري کې د ملي اردو یو کنډک ځای پر ځای کول له حکومت څخه د خپلو غوښتونو په توګه مطرح کړې.

نوموړي زیاته کړه: "دا له حکومت څخه زموږ غوښتنې دي، که حکومت ورته توجه ونه کړي زموږ لاریونونه به دوام ولري."

د یاد لاریون له پیله تر دامهاله د کابل ښار یو شمېر لویې لارې د ټرافیکو پرمخ تړل شوي چې خلکو ته یې ستونزې پیدا کړي دي.

د افغانستان دفاع وزارت بیا وایي، د غزني پر مالستان ولسوالۍ یې د طالبانو د تېرې شپې حمله پر شاتمبولې او وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

یفتلي: نن خپلو هوايي بریدونو ته زور ورکوو
یفتلي: نن خپلو هوايي بریدونو ته زور ورکوو

د د فاع وزارت لوی درستیز محمد شریف یفتلي نن دوشنې د «لړم پر۲۱مه» وویل چې په دغه ولسوالۍ کې د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې ۱۷طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

هغه وویل چې د هوا په سمېدو سره به نن هم د طالبانو پر ضد خپلو هوايي حملو ته زور ورکړي.

ښاغلي یفتلي زیاته کړه د جاغوري د وضعیت د کنټرول لپاره دغه ولسوالۍ ته د ملي امنیت او کمانډو ځانګړي ځواکونه لېږل شوي:"جاغوري ته ډاکټر شاجهان له ۱۴تنو سره په مهماتو سمبال رسېدلی او۴۰تنه د ملي امنیت خاص ځواکونه او ۳۵کمانډويي سرتېري جاغوري ته پر لار دي."

نوموړي زیاته کړه چې ډېر ژر به په یادو ولسوالیو کې پراخ ځمکني عملیات هم پیل شي.

د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال سرور دانش له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې د ښاغلي دانش له قوله ویل شوي چې افغان ځواکونه به پوره توان سره د جاغوري، مالستان او خاص ارزګان ولسوالیو له خلکو دفاع وکړي.

نوموړي ویلي چې د یادو ولسوالیو د وضعیت د کنټرول لپاره د امنیتي او دفاعي ځواکونو په رهبرۍ لازم تدابیر نیول شوي دي.

وسله والو طالبانو بیا رسنیو ته په لېږل شوي پیغام کې د مالستان ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده.

پر همدې مهال د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې د ملي امنیت شورا سلاکار د غزني له استازو سره تېره شپه لیدنه کې هغوی ته د غزني د موضوع د تعقیب په اړه ډاډ ورکړی.

تېره ورځ په غزني او بلخ کې هم د غزني بر جاغوري او مالستان ولسوالیو د طالبانو د حملو ‌په غبرګون کې لاریونونه وشول.

وسله والو طالبان تېره اوونۍ د غزني پر جاغوري او مالستان ولسوالۍ پراخ بریدونه وکړل چې دوې ورځې دوام وکړ.

XS
SM
MD
LG