د لاس رسي وړ اتصالات

کابل وايي‌ تهران د افغان کډوالو په موټر د برید مسولیت ومانه


لا د دغې پېښې دقیق علت معلوم نه دی
لا د دغې پېښې دقیق علت معلوم نه دی

افغان چارواکي‌ وايي‌ چې ایراني چارواکو د ایرن په یزد کې د افغان کډوالو په موټر د ډزو مسولیت منلی دی او ژمنه یې کړې چې له عاملینو سره به یې قانوني ‌چلند کیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د جون اومه (غبرګولي۱۸) په یوې اعلامیې کې ویلي دي‌ چې د ایران د یزد ایالت چارواکو په تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لیوال ته ډاډ ورکړی دی چې د ایران عدلي او قضايي ځواکونه به دا پېښه څېړي.

څو ورځې مخکې د راپورونو له مخې ځینو ایراني‌ پولیسو د یزد په ښار کې د افغان کډوالو په موټر ډزې وکړې، موټر اور واخیست او په کې سپاره ځینې افغانان مړه شول او ځینې نور ژوبل شول.

د دغې پېښې ویدیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې هم خپرې شوې او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې افغانانو او د مدني ټولنو استازو دا پېښه وغندله.

په ویدیو کې ښودل کیږي چې موټر اور اخیستی او لږ تر لږه د یو افغان کډوال جسد ښودل کیږي چې په اور کې سوځیږي.

لا د پېښې دقیق علت معلوم نه دی، خو افغان چارواکي وايي‌چې له ایراني چارواکو سره په دې اړه ګډ کار کوي چې قضیه معلومه کړي.

په ایران د افغانستان سفیر عبدالغفور لیوال په روغتون کې د دغې پېښې له ځینو ټپي افغانانو سره هم ولیدل.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپاره شویو تصویرونو کې ښودل کیږي چې د افغان ټپي کډوالو لاسونه د روغتون د بستر له چپرکټ سره تړل شوي‌ دي.

چارواکي وایي دیزد مقاماتو د افغانستان سفیر ته د دغې ېښې د تحقیق ډاډ ورکړی
چارواکي وایي دیزد مقاماتو د افغانستان سفیر ته د دغې ېښې د تحقیق ډاډ ورکړی

دا پېښه داسې مهال مخې ته کیږي چې څو اونۍ مخکې د ایران او افغانستان ترمنځ‌ په سرحد کې په یوې بلې پېښې کې ۱۲ افغانان مړه شول، ۱۷ یې لا هم ورک دي‌ او ۱۷ نور یې ژوبل شول. افغان چارواکي وايي د ایران سرحدي پولیسو په دغې پېښې کې ۴۶ افغان کډوال د هریردود سیند ته ګوزار کړي‌ وو.

د ایران یو پلاوي د دغې پېښې د څېړلو لپاره کابل ته راغی او افغان حکومت ورته اسناد او شواهد وسپارل.

د ایران چارواکي ادعا لري چې هرکال ۵۰۰زره افغانان په ناقانونه ډول ایران ته داخلیږي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هاروند د ایران دولتي‌اژانس ارنا ته ویلي دي چې د هریرود پېښه ایران ته د ناقانونه افغان کډوالو د ورتګ له کبله وه.

هغه ویلي دي چې افغان حکومت په سرحدي‌ سیمو کې خپلې امنیتي پوستې ټولې کړي او د افغانستان په لوري سرحد کې کنترول نشته، خو افغان چارواکو دا ادعا رد کړې او ویلي دي‌ چې له ایران سره په خپل سرحد پوره کنترول لري او امنیتي پوستې یې ځای په ځای دي.

XS
SM
MD
LG