د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ایران کې د افغان کډوالو د موټر ټکرېدو په اړه څېړنې کوي


د ایران په یزد ښار کې د ترافیکي پېښې له امله درې افغان کډوال وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي.
د ایران په یزد ښار کې د ترافیکي پېښې له امله درې افغان کډوال وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په ایران کې د وروستۍ ترافیکي پېښې رامنځته کېدو په اړه چې درې افغانان پکې ووژل شول څېړنې کوي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د تیرې چهارشنبې په ورځ د ایران په یزد ښار کې د ترافیکي پېښې له امله درې افغان کډوال مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي چې د ځینو روغتیايي حالت هم خراب ښودل شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چار وزارت نن جمعه جون پنځمه (غبرګولې۱۶ ) ویلي: "په تهران کې د افغانستان سفیر تر رهبری لاندی یو هیئت د پيښې ځای ته سفر کړی تر څو د پيښې جزییات وڅيړي او د ټپییانو پوښتنه وکړي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دغه موټر کې ۱۳ تنه افغانان سپاره و چې درې تنه یې مړه شوي او څلور نور یې ټپیان شوي دي.

یو شمیر رسنیو د ژغورل شویو کسانو له خولې لیکلي چې دغه پيښه وروسته له هغې وشوه چې د موټر چلوونکي د موټر د درولو لپاره د پولیسو اشارې ته پاملرنه ونکړه. پدغو رپوټونو کې ویل شوي چې موټر د ایراني پولیسو په ډزو کې اور واخیست.

خو د ایران دولتي خبري اژانس د هغه هیواد د مقاماتو له خولې ویلي چې موټر د سړک د غاړې د محافظتي اوسپنیزې کټارې سره ټکر کړی دی.

دغه پیښه داسې مهال حال رامنځته کیږي چې د ایراني سرحدي ساتونکو له لورې د هریرود په سرحدي اوبو کې د افغان مسافرو د ډوبولو مسله لا هم نه ده حل شوې.

د یادې پېښې د څیړونکي پلاوي رئیس محمد حمید طهماسي د خپلو څېړنو تر بشپړېدو وروسته د تیرې غويي میاشتې پر۲۸مه امریکا غږ ته وویل چې د ۴۶ افغان کډوالو له شمېرې د ۱۲ تنو مړي موندل شوي، ۱۶ یې لا هم ورک دي او ۱۷ تنه یې د سیمې د اوسیدونکو په مرسته ژوغورل شوي دي.

ښاغلي طهماسي زیاته کړه چې ایران د افغان حکومت له لوړي پلاوي سره په ګډه د پېښې په اړه له څيړنو ډډه وکړه او له همدې امله دا څیړنې د دواړو هېوادونو د سرحدي کمیسارانو له خوا ترسره شوې.

XS
SM
MD
LG