د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا خاص مفتش: پیسې افغان اداري فساد او یاغیانو ته ځي


د امریکا خاص مفتش: پیسې افغان اداري فساد او یاغیانو ته ځي
د امریکا خاص مفتش: پیسې افغان اداري فساد او یاغیانو ته ځي

هغه اداره چې دامرېکا د حکومت له خوانه ورته دافغانستان د ملېاردو ډالرو مرستو څارنه اوکتنه سپارل شوې وه، ، په هغې کې نور بدلونونه هم راروان دي. هربرت رېچرد سن چې د بېارغونې دکارونو دخاص مفتش د ناېب په توگه ېې ؤظېفه اجراکوله ، خپله استفعی ېې اعلان کړله.

رېچردسن ووېل دی غواړي چې حکومتي کارونه پرېږدي او په شخصي څانگه کې کاروکړی. نوموړی د جنورۍ دمېاشتی راهېسي دهغې اداری مشر و چی سېگار SIGAR نومېږي. ددغې ادارې پخوانی مشر ارنولډ فېلډ استعفې وکړله، ځکه چې هغه په اداره کې په بې قانونۍ باندې شهرت درلود.

دامرېکا کانگرېس د 2002 مېلادي کال راهېسی 70 ملېارده ډالره افغانستان ته اختصاص کړي دی چې په افغانستان کې اقتصادي انکشاف او امنېت پرمختگ وکړی.

په دې تازه وختونوکې چی دامرېکا حکومت ددغی اداری څارنه اوکتنه وکړله ، دامرېکا خاص مفتش ووېل چی ددې ادارې پېسی ېا په اداري فساد کې ضاېع کېږي او ېا دېاغېانو لاس ته ورځي.

دغې ادارې داهم ووېل چې دافغانستان حکومت دهغو هڅو مخه نېولی ده چې دمرستو د پېسو درک ولگول شي چی څومره پېسی په کوم ځای کې د څه لپاره لگېدلی دی.

.

XS
SM
MD
LG