د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په افغانستان کې د محلي پولیسو د جوړیدو د پلان دفاع وکړه


د امریکا د دفاع وزارت د هغه جنجالي پلان دفاع کوي چې د افغانستان په ځینو کلیو او مهمو سیمو کې محلي پولیس جوړي کړي .

دغه محلي پولیس به د افغانستان د پولیسو او اردو سره د امنیت په ساتلو کې اوږه ورکړي. د افغانستان د ملي امنیت شورا پرون د چارشنبې په ورځ دغه پلان منظور کړ.

د امریکا د دفاع د وزارت ویاند جیوف مورل وایي چې د محلي پولیسو جوړول د امنیت د ساتنې یوه موقتي چاره ده او هدف یې په هغو سیمو کې د امنیت ټینګول دي چې د افغانستان ملي اردو او ملي پولیس هلته په کافي اندازه قواوې نلري. جویف مورل وایي چې د دغو محلي پولیسو په جوړیدو سره به د سیمې خلکو ته دا توان ورکړل شي چې طالبان خپلو سیمو ته پرې نږدي او د ضرورت په وخت کې به زیاتې قواوې د هغوی د ملاتړ لپاره ورولیږل شي.

" دا هغه د سیمې خلک دي چې غواړې د خپلې ټولنې لپاره خدمت وکړي، هغوي پدې تر هر چا ښه پوهیږي چې څوک باید پخپلې سیمې کې پریږدي او څوک پرې نږدي، د هغوي لپاره به په حکومت کې یو چوکاټ جوړ شي، دریشې به ورکړل شي، تحقیقات به پرې کیږي او بله دا چې معاش به ورته ورکول کیږي او حساب او کتاب به ورسره کیږي. نو راځۍ چې دا خلک دیته وهڅوو چې د خپلې ټولنې لپاره کار وکړي."

جویف مورل وایي چې د افغانستان په ځینو کلیو کې ولسونو دیته زړه ښه کړیدی چې د طالبانو پر ضد راپورته شي، د هغوي امرونه یې ندي منلي او همدرانګه یې د هغوي د شتون په اړه افغان او ایتلافي قواوو ته معلومات ورکړیدي. خو هغه وایي چې دا شان کارونه یوازې د ګوتو په شمار شویدي.

" مونږ لیدلي دي چې ځینو د کلیو خلکو طالبان دیته ندي پریښې چې د هغوی سیمې ته دې ننوزي او د هغوي خلک وبیروي. په ځینو ځایونو کې مو دا هم لیدلي چې خلکو د هغوي پر ضد کوم ستر ګام ندی پورته کړی خو دا یې ویلي دي چې که چیرته ورسره مرسته وشي نو حتماً به دا کار وکړي. "

د امریکا د دفاع د وزارت ویاند جویف مورل همدارنګه هغه خبرې رد کړې چې ګواکې د محلي پولیسو د جوړولو پر سر د افغانستان د جمهور رییس حامد کرزي او د ناټو او امریکایي قواوو د نوي عمومي قوماندان ستر جنرال ډیوډ پیټریس تر منځ ځینې جنجالونه پیدا شویدي.

مورل وایي جنرال ډیوډ پیټریس او جمهور رییس حامد کرزی د همدې موضوع او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه د خبرو لپاره هره ورځ سره ګوري او پدې اړه یې ځینې مهمې خبرې هم کړیدي.

" په افغانستان کې د ملیشو او جنګسالارانو تاریخ ته په کتو سره د محلي پولیسو جوړول د افغانستان د جمهور رییس حامد کرزي، د هغه د حکومت او ولس لپاره یوه حساسه موضوع ده. مونږ هم د شک نه پرته پدې مسلې باندې پوهیږو او پدې اړه زیات حساس یو. او بله دا چې جنرال ډیوډ پیټریس هم نه غواړې چې هغه شان یوه ملیشه دې جوړه شي. "

مورل وایي چې محلي پولیس به د ملیشو په شان نه وي، هغوي ته به یوازې ډیرې لږې سپکې وسلې ورکول کیږي او د افغانستان د حکومت تر قوماندې لاندې به وي. په عراق کې هم ځینو ملیشې او افراد د امریکا تر قوماندې لاندې د دفاع د یو شمیر محلي ګروپونو سره یو ځای شوي وي چې د هغوي موقف وروسته بیا یوه ستره ستونزه شوه.

خو مورل وایي چې امریکایي چارواکي پدې پوهیږي چې د حکومت او نړیوالو قواوو سره همکاري کول به د افغان ولس لپاره یو څه خطرناکه وي. مګر هغه وایي که چیرته زیات شمیر خلک دیته زړه ښه کاندي چې د محلي پولیسو سره یو ځای شي نو د دې امکان شته چې پدې سره به په کلیو کې د طالبانو ډار اچول او تهدید پای ته ورسیږي.

په عراق کې هم دا شان فعالیتونه شوي ؤ او هلته یې د یاغیانو زور او قوت تر ډیره حده په شا تمبولی ؤ. امریکایي چارواکي وایي چې دا کار به په افغانستان کې هم کار ورکړي.

XS
SM
MD
LG