د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: طالبان نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو بد سرغړونکي دي

رونالډ مک کې، د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند
رونالډ مک کې، د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند

د امریکا د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزارت وایي طالبان نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو بد سرغړونکي دي او همدا دلیل دی چې د هغوی حکومت په رسمیت نه پيژني.

د یاد وزارت یوه ویاند رونالډ مک کې د امریکا غږ افغانستان څانګي ته ویلي دي چې طالبان باید په عمل کې خپلې ژمنې عملي کړي.

رونالډ مک‌کې وویل:"طالبان په نړۍ کې د بشري حقونو یو تر ټولو بد سرغړونکي دي. له همدې امله، موږ طالبان د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه پيژنو. لکه څنګه چې ما یادونه وکړه، زموږ لپاره کړنې مهمې دي، نه خبرې او ژمنې."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه ویاند د طالبانو په اړه د واشنګټن د پالیسۍ د احتمالي بدلون په اړه څه ونه ویل خو ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کې په غیر عادلانه ډول د نیول شویو امریکایي بندیانو ازادول، د واشنګټن د لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي او طالبان باید د برمته کیدو له سیاست څخه لاس واخلي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه لا هم دوام لري او د نړیوالو مرستو په کمیدو سره د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د میرمنو او نجونو لاسرسی مرستو په خاص ډول روغتیایي مراکزو ته کم شوی دی.

رونالډ مک‌کې وویل: "د افغانستان د عامو خلکو لپاره ورځنی ژوند ډېر سخت دی. په دې کې هېڅ شک نشته چې ژوند ورته ډېر سخت دی. کله چې ولسمشر ټرمپ سپینې ماڼۍ ته راغی، پرېکړه یې وکړه چې حتی که یو امریکایي ډالر هم طالبانو ته رسیږي، دا سرچینې دې بندې شي، له همدې امله موږ دا سرچینې بندې کړې او به وګورو چې په راتلونکي کې څه کیږي."

ایران

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د خپلو خبرو په یوې برخه کې وویل، که د امریکا د منافعو په ګټه وي، واشنګټن له خپل دښمن سره هم خبرې اترې کوي.

رونالډ مک‌کې وویل:"ولسمشر ټرمپ د خبرو اترو لپاره چمتو دی، حتی د امریکا له دښمنانو سره، کله چې دا خبرې اترې د امریکا په ګټه وي. د ایران رژیم ته زموږ پیغام ډېر روښانه دی: په نړۍ کې د ترهګرۍ تر ټولو ستر ملاتړی باید د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ونه لري."

مک کي وويل چې واشنګټن د ايران په اړه له مخکې هيڅ انتخاب نه ردوي: "سږکال په ملګرو ملتونو کې زموږ تمرکز د هوساینې له لارې پر سولې دی او منځنی ختیځ د نړیوالې سولې لپاره ډیر مهم دی. د اسلامي جمهوري پر رژیم زموږ تمرکز اوس اقتصادي دی. په ورته وخت کې، موږ له مخکې هیڅ ډول انتخاب ردوو.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ په نیویارک کې وویل چې، امریکایي چارواکو د ایران اړوندو منځګړو سره ډیرې ښې خبرې درلودې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG