د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د دفاع وزیر: له افغانستان نه ژر ووتلو


د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان سره په یو گډ خبري کنفرانس کې
د امریکا د دفاع وزیر جیم متیس په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان سره په یو گډ خبري کنفرانس کې

د امریکا د دفاع وزیر ویلي دي چې ښایي نړیوال ځواکونه له افغانستان نه ژر وتلي وي.

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیم متیس د پنجشنبې په ورځ ناوخته خبریالانو ته وویل چې تقریباً "عمومي توافق شته چې مونږ خپل ځواکونه ژر [له افغانستان] وایستل او د هغو شمیر مو ډیر ژر راکم کړ."

خو د امریکا د دفاع وزیر تائید کړه چې افغان ځواکونه په هغه هیواد کې جگړې کولو دوام ورکولی شي. ښاغلي متیس همداشان وویل چې په افغانستان کې د جگړې د پرمخ بیولو لپاره سیاسي اراده موجوده ده.

جیم متیس دغه څرگندونې د پنجشنې په ورځ څو ساعته ورویته له هغې وکړې چې د شمالي اتلانتیک سازمان ناټو په افغانهستان کې د خپلو جگړیزو عملیاتو له پای ته رسولو نه دوه کاله وروسته ددې سازمان د وزیرانو په غونډه کې افغانستان ته د زرگونو نورو سرتیرو په استولو موافقه وکړه.

د ناټو عمومي منشي ینزستولتنبرگ، وویل افغانستان ته د اضافي سرتیرو استول په هغه هیواد کې د ایتلاف د پوځي قوماندانانو په وړاندیز کیږي.

خو د ښاغلي ستولتنبرگ په وینا ددغو قواو زیاتوالی د طالبانو او نورو افراطي ډلو پر وړاندې د جگړې په میدان کې بیا برخه اخیستل نه دي.

ښاغلي متیس همداشان ویلي دي چې افغانستان ته د ناتو د نورو ځواکونو استول د هغه تشې شاوخوا دری- څلورمه برخه ډکوي چې په هغه هیواد کې د نړیوالو ځواکونو په ماموریت کې موجوده ده.

ښاغلي متیس زیاته کړه چې متحده ایالات د افغانستان په جگړه کې به دخیل اوسي، خو په دې هکله یې څه ونه ویل چې جگړه به څه وخت په افغانستان کې پای ته ورسیږي.

په ٢٠١١ کال کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر څه دپاسه ١٠٠ زرو ته رسیدلی و، خو کله چې واشنگټن د داخلي سیاسي فشار سره مخامخ شو په هغه هیواد کې یې د امریکایي سرتیرو شمیر ورو ورو راکم کړ چې اوس په افغانستان کې ٨۴٠٠ امریکایي سرتیري میشت دي.

اوس د جمهور رئیس دونالد ټرمپ اداره د افغانستان ستراتیژي څیړي او اټکل کیږي چې دا هیواد به افغانستان ته له ٣٠٠٠ نه تر ٥٠٠٠ پورې نور سرتیري هم واستوي.

د امریکا د بروکینز انستیتوت د تحقیقاتي مرکز یو کارپوه مایکل اوهانلون، د امریکا غږ ته وویل چې په افغانستان کې د امریکایي قواو ژر راکمول یوه اشتباه وه او اوس ښاغلی ټرمپ او ښاغلی متیس هڅه کوي هغه اشتباه چې د هغه په وینا پخواني جمهور رئیس باراک اوباما په افغانستان وکړه، هغه بیا ورغوي.

XS
SM
MD
LG