د لاس رسي وړ اتصالات

ویلز: افغانستان سره نړیوالې مرستې ټول شموله حکومت پورې تړلې دي


د مرکزي او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز
د مرکزي او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا له افغان مشرانو څخه د یو ټول شموله حکومت رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده.

د مرکزي او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز وايي، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې د یو ټول شموله حکومت رامنځته کېدو پوري تړلې دي.

د اغلې ویلز دفتر نن یکشنبه اپرېل پنځمه (وري۱۷) پر خپل ټوېټر لیکلي: "له افغانستان سره د مرسته کوونکو هیوادونو فعالیت به د تېر په شان نه وي، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې د یو ټول شموله حکومت په رامنځته کېدو پورې مربوطې دي."

میرمن ویلز وویل چې مونږ ټول باید د افغانستان مشران د حکومتدارۍ په یو چوکاټ او په هغه هیواد کې حساب ورکولو ته مسول وګڼو.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو د بهیر تر پای ته رسېدو وروسته د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي کړکېچ لا هم روان دی.

ولسمشر غني د ټاکنو کمېسیون لخوا د ۵۰.۶۴ سلنې رایو په تر لاسه کولو د دوهم ځل لپاره د افغانستان د ولسمشر په توګه اعلان شو، خو د هغه نژدې سیال عبدالله عبدالله بیا د ټاکنو وروستۍ پایلې له درغلیو ډکې ګڼي او د ولسمشر په توګه یې د ښاغلي غني له ټاکل کېدو سره یې مخالفت اعلان کړ.

پر همدې مهال یو شمېر افغان سیاسي مشران چې د ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله ترمنځ د رامنځته شي کړکېچ د هواري هڅه کوي، له ولسمشر غني څخه غوښتي چې دولتي مقررۍ وځنډوي او له عبدالله عبدالله څخه یې غوښتي چې خپل لس ورځنی مهلت هم تمدید کړي.

یادو مشرانو ویلي چې د هیواد روان وضعیت ته په کتو د یو هر اړخیزه توافق او همکارۍ په اړه هڅې روانې دي.

په یادو سیاسي مشرانو کې پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، پخواني ولسمشر حامد کرزی، محمد یونس قانوني او محمد کریم خلیلي شامل دي.

ولسمشر غني تر دا مهاله د بهرنیو چارو، اطلاعاتو فرهنګ او مالیې سرپرست او نوماند وزیران او د ملي امنیت عموي ریاست سرپرست معرفي کړي دي.

همدارنګه په نوو ګمارونو کې د سمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مالي او اداري معین، د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست نوماند د هرات لپاره والي او د ولسمشر غني د دفتر رئیس ټاکل شوي دي.

XS
SM
MD
LG