د لاس رسي وړ اتصالات

ډابنز: طالبانو د توهین په خاطر خبرې ودرولې


د امریکا او افغانستان لپاره د امریکا ځانکړي استاځي جیمز ډابنز د امریکا غږ د ډیوې څانګې سره په یوې ځانکړې مرکې ویلي دي چې طالبانو د امریکا او افغانستان د سولې د عالي شورا سره د بیرغ او لوحې پر سر خبرې بندي کړې. ښاغلي ډبنز زیاته کړه چې طالبانو د خپلې لوحې او بیرغ د لیري کېدو وروسته د توهین احساس وکړ.

د افغانستان او پاکستان دپاره دامريکا ځانګړي استازي جيمز ډبنز دغه راز د امریکا او پاکستان د اړیکو په هکله هم څرګندونې کړي دي او ویلي یې دي چې دامريکا او پاکستان ترمنځ اړيکې په کال ٢٠١١ او ٢٠١٢م کې دسخت پړاو څخه تيرې شوې خو اوس يو څه ښې شوي دي.

دهغه په وينا ،،مونږ د امريکا او پاکستان ترمنځ ستراتیژیک مذاکرات کړي دي او اوس مهال د دواوړو هېوادونو ترمنځ ګڼ شمير کاري ډلې موجودې دي چې په اقتصادي او امنيتي مسایلو باندې کار کوي . ښاغلي ډبنز زیاته کړه چې ددغو کاري ډلو څخه په دومداره توګه د کابینې په مجلسونو کې د پرمختګ ریپوټونو غوښتل کېږي.

د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکا ځانګړي استاځي جیمز ډوبنز دغه خبرې د امریکا غږ د ډیوې د څانګې د خبریال افتخار حسین سره په ځانکړې مرکې کې کړي دي.

د هغه مرکه په لاندې لینک باندې اوریدلای شیْ

XS
SM
MD
LG