د لاس رسي وړ اتصالات

غني او استن د افغانستان د سولې په بهیر خبرې وکړې


ارګ وايي‌ د امریکا د دفاع له وزیر سره د تیلیفوني خبرو په هکله دا تصویر خپور کړی
ارګ وايي‌ د امریکا د دفاع له وزیر سره د تیلیفوني خبرو په هکله دا تصویر خپور کړی

د امریکا د دفاع وزارت وايي‌ چې لوید استن له ولسمشر غني سره په تیلیفون کې خبرې کړي دي.

د دفاع وزارت په اعلامیې کې ویل شوي دي‌ چې ښاغلي استن په دغو تیلیفوني خبرو کې د امریکا-افغانستان په ګډې همکارۍ او په دفاعي‌ مشارکت ټېنګار کړی دی.

دواړو خواو همدغه راز د افغانستان د سولې د روان بهیر په اړه بحث او د جګړې د ختمولو په اړه خبرې کړي دي. د دواړو خواو ټېنګار دا و چې باید له دغه فرصت څخه ګټه واخیستل شي.

د دواړو خواو ټېنګار دا و چې باید له دغه فرصت څخه ګټه واخیستل شي.

ارګ په اعلامیې کې بیا ویل شوي دي چې دواړو خواوو د جمعې د ورځې فبروري ۵ (سلواغه ۱۶) په تیلیفوني مکالمې کې د سولې پروسې د وروستيوپرمختګونو په اړه بحث او خبرې کړي.

اعلامیه وايي: «د امريکا دفاع وزير د دې ترڅنګ چې د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ وستايلېداسې وويل، د هيواد نوی حکومت يې د سولې هغې پایداره پروسې چې د افغانانو په ګټه وي او په پايله کې يې دايمي اوربند ترلاسه شي، ملاتړ کوي.»

دا لومړی ځل دی چې د امریکا د نوي حکومت د دفاع وزیر د افغانستان له ولسمشر سره په تیلیفون کې خبرې کوي.‌ تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم له ښاغلي‌ غني سره خبرې کړې وې او ویلي یې وو چې د امریکا-طالبانو ترمنځ‌ د قطر تړون به وارزوي.

ارګ وایي د دواړو خواو په خبرو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي او هدفي وژنو په اړه هم اندېښنه وښودل شوه.

طالبانو او امریکا د ۲۰۲۰په فبرورۍ کې د سولې تړون وکړ او د تړون په اساس باید د ۲۰۲۱تر مۍ پورې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او طالبان باید له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي چې جګړه ختمه شي.

امریکايي چارواکي طالبان تورنوي چې د تړون ژمنې یې نه دي‌ عملي کړي،‌ خو طالبان دا تورونه ردوي.

بلخوا د افغانستان د اسلامي‌ جمهوریت او طالبانو ترمنځ ‌د سولې مخامخ خبرې پیل شوي نه دي او طالبان وايي که ولسمشر غني استعفا وکړي،‌ دوی به په دې اړه خبرې وکړي، خو ښاغلی غني وايي‌ هغه به یواځې راتلونکي منتخب ولسمشر ته واک پرېږدي.

XS
SM
MD
LG