د لاس رسي وړ اتصالات

افریقایي مشرانو له واشنگټن څخه څه یووړل؟


بارک اوباما د افریقایي مشرانو سره
بارک اوباما د افریقایي مشرانو سره

د خپل ډول دغه لومړنۍ غونډه په داسي حال کې جوړه شوي وه چې په افریقا کې د ایبولا ساري ناروغۍ او ډیر شمیر خونړۍ شخړې روانې دي.

پنځوس افریقایي ولسمشران د بیرته ستنیدو پر مهال له ځان سره د امریکا لخوا د اوه دیرش میلیارده ډالرو ژمنې یوړي.

په دې ژمنو کې پنځه کلن امنیتي پلان شامله دی چې چې امریکا به په نایجیریا کې د بوکو حرام، په سومالیا کې د الشباب او په ساحل کې نورو سخت دریځو ډلو په له منځه وړلو کې د افریقا سره مرسته کوي. د امریکا حکومت هر کال یو سل او لس میلیونه ډالر په دې مصرفوي چې د افریقایي سره مشترک سوله ساتي ځواکونه جوړ کړي.

د غونډې په وروستۍ ورځ ولسمشر بارک اوباما وویل " موږ به له هغو شپږو هیوادونو سره مشرتک کار وکړو چې په دې وروستیو کې د سولهساتي ځواکونو تجربه لري. په دې کې گانا، سینیگال، راوانډا، تنزانیا، ایتوپیا او یوگانډا شامله دي. موږ به نور نړیوال هم دې پروگرام ته را وبولو چې ددې پروگرام ملاتړ وکړي، ځکه ټوله نړۍ د افریقا په سوله کې گټې لري.

ددغې پوځي مرستې تر څنگ امریکا د افریقا سره د سوداگرۍ د زیاتوالي او په افریقایي هیوادونو کې د پانگه اچونې ژمنې هم وکړې. په لومړنیو لس پر ودې اقتصادونو کې، شپږ یې افریقایي دي او اټکل شوی دی چې د افریقا نفوس به ٢٠٥٠ کال کې دوه برابره شي.

د موریتانیا ولسمشر محمد عزیز د افریقایی اتحادیې رئیس دی. د نفوسو زیاتوالی د زیاتوالي په اړه یې وویل "په دریو کې دوه برخې نفوس به مو تر پنځه دیرش کلنۍ ټیټ خلک وي. دا به هم سرمایه وي او هم یو ستر چیلنج"

چینلنج یا ننگونه په دې معنی چې دا ټول ځوانان به تعلیم او تربیه او کار او روزگار غواړي. د همدې روزگار د ورکولو په لړ کې یو ښه دا وو چې د امریکا په دولتي مرسته به د کوکاکولا او ای بی ایم په څیر یو شمیر شرکتونه به په افریقا کې ٣٣ میلیارده ډالر سرمایه گذاري کوي.

د غونډو د باندې، د واشنگټن په سړکونو د یو شمیر افریقایي مشرانو پر ضد مظاهرې هم وشوې چې د امریکا په پانگه اچونه کې خنډ گرځیدلی شي. لاریون کوونکو په ولسمشر اوباما نیوکه کوله چې د گیني، گامبیا او ایتوپیا مشران یې ولي رابللي دي؟

خو د واشنگټن په یوه بل څنډه کې، د افریقایي ولسمشرانو میرمنې د ښاغلې اوباما د میرمنې میشل او د پخواني ولسمشر جورج بوش د میرمنې لورا میلمنې وې.

میشل اوباما او لورا بوش د افریقا د ولسمشرانو له میرمنو سره
میشل اوباما او لورا بوش د افریقا د ولسمشرانو له میرمنو سره

لورا بوش وویل چې د میرمنو د ښیگڼې د پاره په نارینه وو باندې باید کار وشي. "یو ځل یو کس ماته وویل، چې ته ولي د میرمنو سره کار کوې، اصلي ستونزه په نارینه وو کې ده.

میرمن اوباما هم د خلکو د فکرونو پر بدلولو ټینگار وکړ "د خلکو د کړو وړو د بدلون د پاره یې باید لومړی فکرونه بدل شي.

که څه هم افریقا یو عالم ستونزې لري، خو ولسمشر اوباما وویل د واشنگټن دغې غونډې روښانه کړه چې د افریقا د براعظم راتلونکی به سوکاله به وي.

XS
SM
MD
LG