د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه وايي د یمن محاصره به میلیونونه خلک مړه کړي


ملگرو ملتونو په یمن کې د لوږې او مړینو خبرداری ورکړی
ملگرو ملتونو په یمن کې د لوږې او مړینو خبرداری ورکړی

ملگرو ملتونو او څه دپاسه ٢٠ مرستندویه ټولنو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف له لورې د جنگ ځپلي یمن محاصره کیدای شي د میلیونو وگړو د لوږې او مړینې سبب شي.

ملگري ملتونه دا خبره په داسې حال کې کوي چې یوه ورځ دمخه ددې سازمان د بشري مرستو د ادارې مشر خبرداری ورکړ چې که د سعودي پر مشرۍ ایتلاف خپله محاصره ماته نه کړي دغه ولس به د داسې قحطۍ سره مخامخ شي چې "نړۍ یې ساری په څو لسیزو کې نه دی لیدلی او په میلیونو کسان به قرباني شي".

د کیآر، سایف د چلډرن او اسلامیک ریلایف په گډون مرستندویه ټولنې وایي د یمن د ولس له دریو نه دوه برخې یې په وارداتي موادو ژوند کوي.

ددې هیواد د ٢٦ میلیونو وگړو له جملې نه شل میلیونه یې بشري مرستو ته اړیتا لري چې د مرستندویه ډلو په وینا ددې جملې نه اوه میلیونه یې د قحطۍ په څیر شرایطو سره مخامخ دي. اټکل کیږي چې د خوراکي توکیو زیرمې په شپږو اونیو کې پای ته ورسیږي.

دغو ډلو د هوایي او بحري لارو د ژر تر ژره پرانستلو غوښتنه کړې ده. د منځني او نژدې ختیځ لپاره د نړیوال سره صلیب د کمیټې رئیس رابرت ماردیني د اسوشیتید پرس اژانس سره په خبو کې یمن د یو داسې شخص سره پرتله کړی چې خورا ناروغ او بې وسې شوی دی چې د ژوندي پاته کیدو لپاره خواړو ته اړتیا لري.

د یمن محاصره همدا اوس په صنعا کې د تیلو د بحران سبب شوې او بیې پنځوس په سلو کې لوړې شوي دي. حوثي یاغیانو ویلي دي چې دوی وروسته له هغې د تیلو ټانکونه وتړل چې سوداگرو د بیو په کمولو موافقه ونکړه.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف وروسته له هغې په یمن ټولې هوایي او سمندري لارې وتړلې چې حوثي یاغیانو د ریاض په نړیوال هوایي ډگر باندې یو بالستیک میزایل وتوغاوه. سعودي عربستان ایران په دې تورن کړ چې حوثي یاغیانو ته یې میزایل او پرمختللې وسلې ورکړې دي.

امریکا او مصر هم یو د بل پسې د سعودي په پلوۍ ایران حوثي یاغیانو ته په وسلې ورکولو او په سیمه کې د کړکیچ په رامنځ ته کولو تورن کړ.

XS
SM
MD
LG