د لاس رسي وړ اتصالات

ایران پر عربستان د برید ادعا رد کړه


ایران د عربستان هغه ادعا رد کړه چې وایي تهران له یمن نه په ریاض توغندي وار کړي.

ایراني چارواکي وايي توغندی دوې نه بلکې د یمن حوثي شعیه یاغیانو د سعودي د "جنګي جنایاتو او له کلونو راهېسې د سعودي د یرغل" په ځواب کې وار کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیي کي د وزارت د ویاند بهرام قاسمي له خولې لیکل شوي چې ایران په دغه مسئله کې ښکیل نه دی او د سعودي په مشرۍ د ایتلاف ادعا "نامناسبه، نا مسولانه، مخربه او پاروونکې" ده.

د سعودي ځواکونه وايي د شنبې په ورځ یې له یمن پر عربستان توغول شوی بالستیکي میزایل په هوا کې شنډ کړ. سعودي په یمن کې د شعیه حوثي یاغیانو په ضد د ایتلاف د عملیاتو مشري کوي.

د سعودي په مشرۍ ټلوالې ایران په دغه برید تورن کړی او په یوې اعلامیې کې یې ویلي چې برید به جنګي جنایت وګڼل شي او ځواب به یې وویل شي.

خو اسوشیتډ پرس وایي ښاغلي قاسمي په ریاض غږ کړی چې "خپلو بيځایه ادعاوې او په بې دفاع ولسي خلکو بریدونه ختم کړي چې د یمن د خلکو ترمنځ خبرو ته لاره هواره شي چې سوله او ثبات راشي".

په یمن کې له څو کلونو راهېسې جنګ روان دی، د سعودي په مشرۍ ایتلاف د تبعید کړل شوي ولسمشر عبد ربه منصور هادي ننګه کوي خو ایران بیا د شعیه حوثي یاغیانو تر شا ولاړ دی. د یمن په جنګ کې لسګونه زره خلک وژل شوي، ژوبل شوي او بې ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG