د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام بارک د جمعې په ورځ د جنورۍ په ۹مه د سوریې په حلب ښار کې د لنډمهاله اوربند هرکلی وکړ. دا اوربند د سوریې د حکومتي ځواکونو او کردي ځواکونو ترمنځ د څو ورځو سختو جګړو وروسته رامنځته شو چې له امله یې ملکي وګړي ووژل شول او لسګونه زره خلک بې ځایه شول.
بارک د ایکس د ټولنیزې رسنۍ په یوه پوسټ کې لیکلي، "متحده ایالتونه د حلب په اشرفیه او شیخ مقصود سیمو کې د تېرې شپې د لنډمهاله اوربند هرکلی کوي او د ټولو خواوو ؛ د سوریې د حکومت، د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو، سیمه ییزو چارواکو او د ټولنې له مشرانو څخه د هغه زغم او نیک نیتۍ لپاره ژوره مننه کوي چې دا مهمه وقفه یې ممکنه کړه."
جګړه د سې شنبې په ورځ وروسته له هغه پیل شوه چې ملي پوځ کې د کردي ځواکونو ادغام ودرول شول.
دا شخړه د اسلامپالو په مشرۍ د موقت حکومت، چې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې واک ته ورسېد او غواړي خپل واک پراخ کړي، او د کردي ځواکونو (SDF) ترمنځ، چې په مرکزي حکومت باور نلري، د اوږدې مودې بې باورۍ پرمهال رامنځته شوه.
ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ وویل چې د استوګنې په سیمو کې نښتو د یو ماشوم او دوو ښځو په ګډون نهه کسان وژلي او ۵۵ نور یې ټپیان کړي دي. ملګرو ملتونو دا هم وویل چې د جګړو له امله لسګونه زره ملکي وګړي بې ځایه شوي دي.
د سوریې حکومت د هغه هیواد دیموکراتیکو ځواکونو ته څو ساعته وخت ورکړ چې له جنجالي سیمو ووځي، خو امریکایي ډیپلومات وویل چې د سیمې په وخت د سهار د نهو بجو د ضرب الاجل له تېرېدو وروسته د اوربند د غځولو هڅې روانې دي.
بارک وویل: "د دوامدارې همکارۍ او د هغه خدای په فضل سره چې زموږ ټولې ټولنې یې په رڼا کې درناوی کوي، موږ هیله لرو چې د دې اونۍ پای به نوره هم تلپاتې سوله او ژورې خبرې اترې راولي. اکثره وختونه د کړکیج پر مهال، نوي وضاحتونه راڅرګندیږي."
هغه زیاته کړه "دغه اوربند د سوریې د مختلفو لارو - د سوریې د ټولنو او د ګاونډیانو د امنیت، شمولیت او تلپاتې سولې او د یوې ګډې لویې لارې په لور د لارښوونې حیاتي زیار پیل کوي. د لارې خنډونه به رامینځته شي، خو زموږ ګډ هدف به په څرګنده توګه د مقابلې په پرتله همکارۍ ته ترجیح ورکول وي."
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نومبر په ۱۰مه په سپینې ماڼۍ کې د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره ولیدل.
سوریه د دې تاریخي سفر په جریان کې، په رسمي ډول د اسلامي دولت د ډلې (داعش) د ترهګرو پر وړاندې د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف کې شامله شوه او په بدل کې امریکا پر سوریې باندې ځینې لګیدلي بندیزونه لرې کړل.
فورم \ دبحث خونه