د لاس رسي وړ اتصالات

اټومي وسلو ته د ایران په نه لاسرسي د امریکا او چین هوکړه

سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جن پنګ پدې هوکړه کړې چې ایران باید هیڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی او هیڅ هیواد یا بنسټ باید اجازه ونلري چې له نړیوالو سمندري لارو څخه حق العبور واخلي.

واشنګټن ته د ولسمشر شي د رسمي سفر په اړه د سپینې ماڼۍ د اعلامیې پر اساس، ولسمشر ټرمپ او د چین ولسمشر، د روسیې، شمالي کوریا او ایران په ګډون د نړیوالو اندیښنو بحث کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي:"هغوی هوکړه وکړه چې ایران باید هیڅ وخت اټومي وسلو ته لاسرسی ونلري او هیڅ هیواد یا بنسټ نشي کولی اجازه ولري په نړیوالو ابي لارو کې حق العبور واخلي."

ولسمشر ټرمپ واشنګټن ته د چین د ولسمشر شي جن پنګ له سفر مخکې ویلي وو چې له نوموړي سره به د ایران په ګډون په ګڼ شمیر موضوعاتو خبرې اترې وکړي.

دغه هوکړه په داسې حال کې کیږي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ (سپټمبر ۲۶) او واشنګټن ته د ولسمشر شي له سفر یوه ورځ وروسته په تروت سوشل لیکلي دي چې ایران اټومي وسلې نشي لرلی.

ولسمشر ټرمپ له ولسمشر شي سره تر لیدنې مخکې، د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي مجموعه کې د وینا پرمهال وویل چې ایران ته لوی زیانونه اوښتي او یاد هیواد په بد اقتصادي وضعیت کې دی.

ولسمشر ټرمپ تر خپلې وینا وروسته په تروت سوشل کې ولیکل چې د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي سټیف ویتکاف او سلاکار جرد کوشنر د سه شنبې په ورځ «سپتمبر۲۲» د ایران د منځګړو سره ډېر «رغوونکی ملاقات» درلود.

تر دې وړاندې، ولسمشر ټرمپ د سپټمبر په ۲۰ له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي وو چې د ایران د جګړې لپاره درې انتخابونه شته: "د ایران له منځه وړل"، "په اقتصادي لحاظ یې خرابول" او یا هم "هوکړه".

ولسمشر ټرمپ څرګنده کړې:"زما پوښتنه دا ده چې ایا او کله به ټول هېواد ته چاودنه ورکړم؟ غوره به وي چې ښه چلند وکړي."

ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار وار ویلي دي چې ایران په عاجله توګه هوکړه غواړي خو زیاته کړې یې ده چې یاد هیواد لا هوکړې ته چمتو ندی.

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG