د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ شیبې وړاندې د سولې یوې هوکړې ته د واشنګټن او تهران د نږدې کیدو په اړه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف پیغام په خپل تروت سوشل خپور کړ.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف نن شنبه (جون ۱۳) په خپل ایکس حساب لیکلي دي چې تمه ده امریکا او ایران په ۲۴ ساعتونو کې د سولې هوکړه وروستۍ کړي.
نوموړي ویلي تر بل هر وخته د سولې یوې هوکړې ته نږدې شوي دي:"په داسې حال کې چې نهایي کیدل په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې احتمال لري، پاکستان د سولې تړون څخه سمدستي وروسته د هغه د برېښنايي لاسلیک او ورپسې په راتلونکې اونۍ کې د تخنیکي کچې خبرو لپاره چمتووالی نیسي."
شریف په دې پیغام کې زیاته کړې چې د سولې یو تاریخي توافق به د دوامداره سولې لپاره یو قوي بنسټ کیږدي.
د پاکستان صدراعظم په داسې حال کې د یوې هوکړې په اړه خوشبیني ښکاره کوي چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د یوې هوکړې په اړه په خبرو کې د پرمختګ له امله پر هغه هیواد عملیات چې د پنجنشبې د ورځې (جون۱۱) لپاره پلان شوي لغوه کړل.
ټرمپ په تروت سوشل ولیکل: "د دې حقیقت پر بنسټ چې د ایران اسلامي جمهوریت سره خبرې اترې د ایران لوړپوړي مشرتابه ته رسېدلي او تصویب شوې دي، ما د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر په توګه، نن ماښام پر ایران پلان شوي بریدونه او بمبارۍ لغوه کړې دي".
خو ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ (جون ۱۲) په خپل تروت سوشل د یوه پیغام په خپرولو سره ایران د واشنګټن او تهران ترمنځ د جګړې د دریدو او د دواړو لورو ترمنځ د یوې هوکړې په اړه د ناسمو معلوماتو په افشا کولو تورن کړ.
نوموړي ولیکل: "هغه موارد چې ایران له جعلي رسنیو سره شریک کړي د هغو شرایطو سره چې په کتبي شکل پرې هوکړه شوې هیڅ ارتباط نلري."
ټرمپ د ایران له رژیم سره تعامل د "ډیرو سپکو " خلکو سره سر او کار بللی او ویلي دي چې له هغوی سره په چلند کې په ښه نیت سره د تعامل په نامه څه نشته."
د ولسمشر ټرمپ مرستیال جې ډي ونس هم د جمعې په ورځ (جون ۱۲) په تروت سوشل ولیکل چې د هرمز تنګي د پرانیستل کیدو او د ایران د اټومي وسلو د پروګرام د پای ته رسیدو د یوې احتمالي هوکړې په اړه ډیر جعلي معلومات ویني.
ونس ویلي هوکړه داسې طرحه شوې چې پکې د امریکا او د امریکا د متحدینو اندیښنو ته لومړیتوب ورکړل شوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په ایکس پاڼه د یو پیغام په خپرولو سره له رسنیو غوښتي دي چې ددې سند د محتوا په اړه د ګنګوسو له خپریدو څخه ډډه وکړي.
د سنټکام له خوا د ایران د ډرونونو په نښه کیدل
د متحدو ایالتونو مرکزي قومندانۍ یا سنټکام وایي چې د هرمز په تنګي کې یې پر تجارتي کښتیو د ایران د ډرون د بریدونو مخه نیولې ده.
د امریکا مرکزي قومندانۍ په خپله ایکس پاڼه لیکلي: "ایران د هرمز په تنګي کې پر تیریدونکو تجارتي کښتیو د څو یو طرفه ډرونونو برید وکړ. امریکایي ځواکونو په وروستیو ساعتونو کې ټول وغورځول او اوس په تنګي کې ټرافیک په نورمال شکل جریان لري."
سنټکام که څه هم زیاته کړې چې د نړیوال تجارت دغه مسیر د ترانزیت لپاره پرانیستی دی خو دا یې هم ویلي دي چې امریکایي ځواکونو د ایران په وړاندې دریایي محاصرې ته په جدي ډول دوام ورکړی دی.
فورم \ دبحث خونه