د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او پاکستان د ولسمشر غني د اوربند د اعلان هرکلی وکړ


امریکا او پاکستان دواړو د افغانستان د ولسمشر اشرف غني د لوې اختر په مناسبت د اوربند د اعلان هرکلې کړیدی

د امریکا د بهرنو چارو وزیر مایک پمپیو د افغانستان د ولسمشر اشرف غني د اروبند د اعلان هرکلې کړیدی. ښاغلي پمپېو دا هم وویل چې امریکا د افغانستان د حکومت او د طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو سره همکارۍ ته تیاره ده. هغه وویل

" امریکا د افغان ولسمشر غني طالیانو ته د اوربند د مشروط وړاندیز هرکلې کوي. دا د افغانانو د سولې د خواهش سره سم عمل دی."

ښاغلي پمپیو وویل چې امریکا د افغان حکومت د طالبانو سره د مستقیمو مذاکراتو ملاتړ کوي او د سولې لپاره هیڅ خنډ نشته.

د پاکستان د بهرنو چارو وزرات هم د یکشنبې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه چې یې پکې ویلي پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د دغو ټولو کوښښونو ملاتړ کوي

ولسمشر اشرف غني د یکشنبې په ورځ دغه اعلان وکړ. هغه وویل چې د دوشنبې په ورځ (اگست ٢٠) د عرفې له ورځې نه نیولې د اسلام د پیغمبر د میلاد تر ورځې پورې (چې درې میاشتې کیږي) د طالبانو سره اوربند اعلانوي.

ښاغلي غني ټینگار وکړ چې د دولت اوربند مشروط دی او په هغه صورت کې به وشي چې د طالبانو له خوا نه هم مراعات شي.

XS
SM
MD
LG