د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: افغانستان کې سوله ییز سیاسي حل د کابل-واشنګټن ګډ تعهد دی


ولسمشر ټرمپ افغان ولسمشر ته د استقلال دمبارکۍ پیغام استولی
ولسمشر ټرمپ افغان ولسمشر ته د استقلال دمبارکۍ پیغام استولی

افغان چارواکي‌ وایي‌ د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته د افغانستان د استقلال د ورځې مبارکي ورکړې او د مبارکۍ یو پیغام یې ور استولی دی.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري‌ وايي ‌چې ولسمشر ټرمپ په خپل پيغام کې د افغانستان د روانې شخړې د سیاسي‌ حل په اړه هم خبره کړې ده.

که څه هم سپېنې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي‌ خو ښاغلي چخانسوري د دغه پيغام ځينې برخې په خپل ټویټر کې خپرې کړې دي.

د هغه په وینا ولسمشر ټرمپ لیکلي دي "د سوله ییز سیاسي حل هدف مشترک تعهد دی او دواړه دولتونه یې سره تړلي ‌دي."

ښاغلي ټرمپ هیله ښودلې ده چې امریکا به له افغانستان سره د سولې او په سیمه کې د ورګډېدو په برخه کې خپل روابط‌ نور هم پراخ کړي.

ولسمشر ټرمپ همدغه راز د سولې او ثبات په برخه کې د ملي‌ یوالي د مشرتابه هلې ځلې هم ستایلي‌ دي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم د افغانستان د استقلال د ورځې مبارکي ورکړې ده او په یوې اعلامیې کې یې ویلي دي چې د کابل-واشنګټن قوي روابط د امنیت‌،‌ ثبات او د افغانستان پر ښیرازۍ متمرکز دي.

اخوا ولسمشر غني په لوی اختر کې له طالبانو سره د ممکنه اوربند په اړه هم له افغان سیاستوالو او نورو اړخونو سره خبرې کړي‌ دي‌ او ارګ وايي‌چې په دې اړه به ژر د افغان حکومت دریځ اعلان شي.

XS
SM
MD
LG