د لاس رسي وړ اتصالات

آیا طالبان له امریکا سره د خبرو دوام ته چمتو دي؟


ټرمپ وایي طالبان اوربند کوي خو طالبان وایي پدې هکله یې دریځ بدل شوی ندی.

د امریکا جمهور رئیس دونالډ ټرمپ افغانستان ته د یو ناڅاپي سفر په ترڅ کې د بګرام په هوايي ډګر کې وویل، چې امریکايي چارواکو د طالبانو سره د سولې خبرې بیرته پیل کړي دي.

ښاغلي ټرمپ د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په خبرو کې وویل، چې وسله والو طالبانو د اوربند ټینګیدو ته لیوالتیا ښودلې ده.

جمهور رئیس ټرمپ وویل: "طالبان غواړي، چې هوکړې ته ورسیږي او مونږ ورسره ملاقاتونه کوو او مونږ ورته وایو، چې اوربند مراعات شي هغوي پخوا اوربند نه غوښت، خو اوس غواړي چې اوربند وکړي".

بل پلو طالبانو ته یوې نږدې سرچینې د امریکا غږ ته وویل، طالبان چمتو دي، چې له امریکا سره د سولې خبرې له هغه ځایه بیا پیل کړي، چې د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د سپټمبر په میاشت کې پرته له کومې نتیجې پای ته ورسیدې.

خو د اوربند په هکله دغه منبع وایي چې د اوربند په اړه "د طالبانو دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی" او اوس هم دا ډله غواړي، چې امریکا سره د سولې د هوکړې د لاسلیک وروسته په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو سره اوربند وکړي.

ددې معنی داده چې طالبان د افغان حکومت سره اوربند ته چمتو ندي او په همدې خاطر دغه منبع وایي کیدای شي د اوربند څخه به د ښاغلي ټرمپ هدف هغه اوربند وو، چې څه موده وړاندې د زابل د ولایت په دریو ولسوالیو کې د افغانستان د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشې کیدلو پر مهال ټینګ شوی وو.

دغې سرچینې ومنله، چې په دوحه کې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ غیر رسمي کتنې شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ ته په دې هکله له څرګندونو ډډه وکړه او ویې وویل، چې ژر به طالبان د امریکا د جمهور رئیس د څرګندونو په اړه خپل رسمي دریځ اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG