د لاس رسي وړ اتصالات

امیري: قطر کې د امریکایي پلاوي او طالبانو  ترمنځ خبرو کې مې له ګډون څخه ډډه وکړه


د افغان مېرمنو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت استازې رینا امیري
د افغان مېرمنو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت استازې رینا امیري

د افغان مېرمنو او نجونو د حقوقو په چارو کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت استازې رینا امیري وايي، په قطر کې یې د متحده ایالاتو او طالبانو د پلاویو ترمنځ خبرو کې له ګډون څخه ډډه کړې ده.

رینا امیري د شنبې په ورځ جولای دوهمه (چنګاښ ۱۱) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې هغه مهال همکارۍ ته چمتو ده چې طالبان د ښځو او نجونو او هغه ډلو چې له ګواښ سره مخامخ دي د هغوی د حقوقو د تامین په برخه کې عملاً چمتووالی وښيي.

اغلې امیري همدارنګه ویلي، تر زیاتو څېړنو وروسته یې پرېکړه کړې چې په دوحه کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ ناسته کې ګډون ونکړي.

د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي تامس ویسټ د جون په ۲۹ مې او ۳۰ مې د یو جګپوړي پلاوي سره یو ځای چې د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو تر څنګ د نړیوالې پرمختیا لپاره د متحده ایالاتو د مرستندویه ادارې (USAID) استازو هم پکې برخه درلوده د قطر په پایتخت دوحه کې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر او نورو چارواکو سره په بیلا بیلو موضوعاتو خبرې اترې وکړلې.

رینا امیري همدارنګه زیاته کړې: "زه د خپلو همکارانو چې له طالبانو سره په خبرو کې دي ملاتړ کوم. هغه موضوعات لکه اقتصادي ثبات، بشردوستانه غبرګونونه، د ۴۰ میلیون افغانانو د ژوند لپاره اړین دي."

د میرمن امیري په خبره که چیري معنا لرونکي اقدامات شتون ولري، باید له طالبانو سره خبرې دوام پیدا کړي. دغه امریکايي استازي د افغانستان په ځینو سیمو کې د «طالبانو د تازه اقداماتو» په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې دوی په دې اړه جدي پلټنه کوي.

د افغان ښځو او نجونو د حقوقو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي رینا امیري وايي، د امریکا متحده ایالات له طالبانو څخه غواړي چې ددغه هیواد د ټولو اوسېدونکو حقوقو ته درناوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ جولای ۱ (چنګاښ۱۰) په افغانستان کې د القاعده او اسلامي دولت یا داعش د خراسان څانګې په شتون د اندیښنې تر څنګ د زلزله ځپلو خلکو سره د بشري مرستو په چارو کې د طالبانو په لاس وهنې اندیښنه څرګنده کړې.

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې امریکایي پلاوي د طالبانو سره په لیدو کاتو کې په افغانستان کې د القاعدې، داعش د خراسان څانګې او نورو ترهګرو سازمانونو په شتون اندیښنه څرګنده کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې راغلي، "د طالبانو پلاوي یو ځل بیا ژمنه وکړله چې هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي د افغانستان له خاورې څخه نور هیوادونه وګواښي".

طالبانو چې څه باندې ۱۰ میاشتې کیږي په افغانستان کې واک ته رسیدلي، په دې هیواد کې یې د دې ډلو شتون رد کړی او ټینګار یې کړی چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان د خاورې څخه په بل چا برید وکړي.

XS
SM
MD
LG