د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په افغانستان کې د داعش-خراسان مشرانو په سر ۱۸ میلیون ډالر جایزې اعلان کړې

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د داعش د خراسان ډلې د دوو مشرانو په اړه د معلوماتو په بدل کې د ۱۸ میلیون ډالرو نقدي جایزې اعلان کړې.

د داعش-خراسان دا مشران ثناءالله غفاري، چې په شهاب المهاجر هم پېژندل کېږي، او عبیدالله نومېږي. د دوی د هر یو په اړه د معلوماتو ورکولو په بدل کې د اته- او لس میلیون ډالرو جایزې اعلان شوې دي.

د بهرنیو چارو په وزارت د «عدالت جایزه» څانګې په خپل رسمي ایکس حساب کې د دغو دواړو کسانو نومونه، انځورونه او نور معلومات خپاره کړي دي.

دغې څانګې لیکلي دي، چې ثناءالله غفاري په افغانستان کې د داعش-خراسان څانګې مشر دی، د دغې ډلې د ټولو عملیاتو تایيدي همدا شخص ورکوي او د پېسو ټولولو مسئولیت هم لري.

د عبیدالله په اړه یې لیکلي دي چې دغه شخص په افغانستان کې د داعش-خراسان څانګې د مالي چارو مسئول دی، عملیاتونه یې پلانوي او د ترهګریزو فعالیتونو د ترسره کولو لارښوونه کوي.

د بهرنیو چارو په وزارت د «عدالت جایزه» څانګې لیکلي دي که هرڅوک د دغو اشخاصو په اړه معلومات لري، نو د دغې څانګې د «Tor-based» او یا سګنال او یا ټیلیګرام له لارې دې دغې څانګې سره په تماس کې شي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG