د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له اوکراین سره ۱۰۰ میلیونه ډالره اضافه نظامي‌ مرسته اعلان کړه


متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ اپریل پنځمه (وري۱۶) اعلان وکړ چې له اوکراین سره د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د ټانک ضد وسلو مرسته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په یو بیان کې وویل د جمهور رئیس د لارښونو د تعقیب او د ټانک ضد وسلو ته د اوکراین د اړتیا د پوره کیدو په هدف یې له هغه هیواد سره د سلو میلیونو ډالرو په ارزښت نظامي مرسته منظور کړه.

نوموړي وویل نړۍ په بوچا او ټول اوکراین کې په هغو جنایتونو چې روسي ځواکونو کړي ټکان خوړلی دی.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په یو جلا بیان کې وویل چې اضافه مرسته به د جاولین په نامه زره ضد سیستمونو ته د اوکراین عاجله اړتیا پوره کړي.

نوموړي وویل اوکراینیان د خپل هیواد د دفاع لپاره د اوږې د سر مزایلو څخه په موثره توګه استفاده کوي.

پنټاګون د اپریل په لومړۍ نیټه له اوکراین سره د ۳۰۰ میلیونو ډالرو اضافي نظامي مرسته اعلان کړه.

کربي وویل د فبروري په ۲۴ نیته پر اوکراین د روسیې د بې موجبه برید له پیل څخه تر اوسه پورې له هغه هیواد سره د امریکا مجموعې مرستې ۱.۷ میلیاردو ډالرو ته رسیدلي دي.

امریکایي مقامات وایي چې واک ته د جمهور رئیس جوبایډن په رسیدو سره واشنګټن له اوکراین سره څه باندې ۲.۴ ملیارده ډالره مرسته کړې ده.

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د مارچ ۱۶ (کب ۲۵) له اوکراین سره یو میلیارد ډالري امنیتي مرسته، لیرې واټن ویشتونکي وسلې او بې پیلوټه الوتکو مرسته اعلان کړه.

د امریکا جمهور رئیس وویل چې هیواد به یې اوکراین ته ۱۰۰ بې بیلوټه الوتکې هم ورکړي چې د هغه په وینا، له عصري ټکنالوژۍ سره پرمختللي سیستمونه د اوکراین له دفاع څخه د امریکا تعهد ښکاره کوي.

XS
SM
MD
LG