د لاس رسي وړ اتصالات

ډنمارک د روسیې ۱۵ دپلوماتان د جاسوسۍ په تور وباسي 


د ډنمارک د بهرنیو چارو وزارت نن د اپریل په پنځمه (وري ۱۶) وویل چې ۱۵ روسي "استخباراتي افسران" چې پدې هیواد کې یې د دپلوماتانو تر نامه لاندې فعالیت کاوه، له هیواد نه باسي.

دې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د روسیې دغه مامورین ۱۴ ورځې وخت لري چې د ډنمارک له خاورې ووځي.

د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر جیپي کوفود، د پارلمان له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې دغه روسان جاسوسي فعالیتونو بوخت وو.

هغه وویل چې ډنمارک غواړي روسیې ته څرګند پیغام ورکړي چې پدې هیواد کې جاسوسي یو "د نه ملو وړ" عمل دی.

د ډنمارک د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ددې تصمیم په اړه یې نن سهار په کوپن‌هاګن کې د روسیې سفیر ته خبر ورکړی دی او همداشان ددې هیواد حکومت "د اوکراین په بوچا ښارګوټي کې د ملکي وګړو په وړاندې د روسي ظلمونه په ټینګه غندلي" او ویلي یې دي چې پر ملکي وګړو برید "جنګي جنایت" دی.

نړیوالو ناپیلو خبریالانو د اونۍ په وروستیو ورځو کې په بوچا ښارګوټي کې د یو شمیر کسانو مړي پداسې حال کې وموندل چې ملکي لباسونه يې په تن وو او لاسونه یې تر شا تړل شوي وو.

تر اوسه څرګنده نده چې پدې ښارګوټي کې څومره ملکیان وژل شوي دي، خو اوکرایني مقامات وایي تر اوسه یې څه دپاسه ۴۱۰ مړي موندلي دي.

خو کریملین د بوچا خپاره شوي تصویرونه جعلي ګڼي او ویلي دي چې روسي ځواکونو ملکي وګړي ندي وژلي.

دا پداسې حال کې دي چې پر اوکراین باندې د روسيې د یرغل په دلیل فرانسې تیره ورځ د ۳۵ روسي دپلوماتانو او جرمني د ۴۰ روسي دپلوماتانو د ایستلو امر کړی دی.

XS
SM
MD
LG